د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

افغان حکومت د بازار د اقتصاد په پلي کولو کې پاتې راغلی


په افغانستان کې د بازار اقتصاد په اړه د خلکو مخ په زیاتیدونکي شکایتونه دا ښیي، چې حکومت په تیرو نهو کلونو کې د دې سیسټم په پلې کولو کې پاتې راغلې.

د سوداګرو ترمنځ نا سالم رقابت، د بازار انحصار او احتکار هغه مسایل دي، چې د خلکو په ورځني ژوند یی ناوړه اغیزه کړې او د بیا بیا غوښتنو سره سره د دې ستونزې حل ته څه نه دي شوي.

یو شمېر عامو افغانانو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې که څه هم د اقتصاد بازار سیسټم ښه وباله، خو د دې سیسټم د پلې کولو په څرنګوالي یې انتقاد وکړ.

″۱- زما نوم لعل ګل دی، دا خو د انصاف خبره نه ده، ځینې دکانداران په خپله سوداګر دي، نو له دولت نه هم زموږ غوښتنه دا ده چې باید قانون سم پلي کړی.

۲- زما نوم نعمت الله بابری دی، تر مخکې نه دا اوسنۍ بازار ډیر ښه ده د خلکو لپاره، ځکه چې هر ډول اسانتیاوې په کې شته، کوم مال به چې موږ له بهر نه راغوښته هغه اوس موږ الحمدالله نږدې په کابل او هر ځای کې لاس ته راوړی شو، خو یو له دولت نه مو غوښتنه دا ده، چې په دې سوداګرو او نرخونو لږ غور وکړي.

د افغانستان د مالیې وزارت هم دا ستونزې تاییدوي، خو وايي، چې په بازار نه کنټرول او د ناسالم رقابت د له منځه وړلو د قانون نه پلې کول هغه لاملونه دي، چې د بازار اقتصاد یې له ستونزو سره مخامخ کړی.

د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال ازادۍ راډیو ته په خبرو کې ځینو نورو لاملونو ته هم ګوته نیسي، چې د بازار اقتصاد ننګوي.

″نه یواځې په افغانستان بلکې په هر ځای کې له آزاد بازار نه سرغړونه کیږي، زموږه ټولې نظارتي ادارې ضعیفې دي، ځینې قوانین دي چې هغه لا تر اوسه له پارلمان سره دي، هغه باید له پارلمان نه راوځي څو یې دوی پلي کړي چې هغه بیا هم د رقابت ضد قوانین دي، خو په عین وخت کې باید د سوداګرۍ او صنایعو وزارت باید د نظارت لپاره خپله توانمندي قوي کړي. هغه توانمندي چې ضروري ده باید ځان کې یې پیدا کړي او پلي یې کړي.″

که څه هم په افغانستان کې د بازار اقتصاد له تیرو نهو کلونو راهیسې مروج شوې، خو افغان حکومت د هغو ستونزو په له منځه وړلو کې پاتې راغلې، چې ددې سیسټم په وړاندې پرتې دي.

په نوره نړۍ کې، چې دا سیسټم پکې فعاله دې، تر ډیره هڅه کیږي، چې په بازارونو کې سالم رقابت موجود وي، څو خلک وکولای شي، چې ښو با کیفیته توکو ته لاس رسې پیدا کړي.

خو په افغانستان کې له دغه سیسټم سره د سوداګرو او حکومت چلند ته په پام سره تر ډیره دا باور رامنځ ته شوې، چې دا سیسټم د مافیه یی کړیو لاس ته پرې وتلې او دوی ورسره د خپلو ګټو په رڼا کې چلند کوي.

که څه هم دولتي چارواکي او عام افغانان د دې ټولو ستونزو پړه په خصوصي سکتور اچوي، چې د انحصار او احتکار له لارې د خپلو جیبونو د ډکولو هڅه کوي، خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه بیا دا تورونو ردوي.

د دې خونې د دولتي اړیکو د څانګې مسوول احمد توفیق داوري ازادۍ راډیو ته په خپل غبرګون کې د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه وکړه، چې په دې مافیه یې کړیو کې ښکیل دي.

″موږ دا ویلي هر څوګ چې وي باید هغه محاکمه شي ځکه هغه د افغانستان د ملت دښمن دی، په افغانستان کې خو نشته دوی تل وایي، چې په بهر کې دوی رقابت لري، احتکار، انحصار او مافیایي عمل کوي.

هغه دولت ته معلوم دي کولای شي چې هغه صادقانه ټولو خلکو ته اعلان کړي چې فلانۍ د فلاني شرکت مشر دی جواز دې ورنه واخلي او قانوني مراجعو ته دې معرفي کړي، متاسفانه په لومړي سرکې دا شی نشته خو که چیرته وي هم نو دوی ددې جرت نه لري چې هغه کس افشا کړي او نوم یې واخلي.″

دا، چې د دې ستونزو تر شا څوک دي دا جلا بحث دی، خو په تیر ژمې کې د سوندو د موادو په برخه کې رامنځ ته شویو ستونزو خلک له زیاتو کړاونو سره مخ کړل، چې د حل لپاره یې د بازار کې د دولت د مداخلې غوښتنه وکړه.

که څه هم حکومتي چارواکي وایي، چې په ستونزمنو شرایطو کې حکومت کولای شي په بازار کې مداخله وکړي، خو د دې کار لپاره باید پراخ امکانات موجود وي.

د سوداګری او صنایعو وزیر ډاکټر انوارالحق احدي آزادۍ راډیو ته وویل، که دوی ته بودیجه ځانګړې شي، نو دوی کولای شي مداخله وکړي.

″که چیرې د دې اړتیا پیدا شي نو زه حکومت ته مخکې له مخکې وایم، چې د دې لپاره باید امادګي واوسي، په کافي اندازه بودجه ورته موجوده وي او قانوني چوکاټ ورته جوړ شي، د مداخلې لپاره که چیرته موږ غواړو، چې مداخله وکړو نو په هغه صورت کې یو قانوني چوکاټ، بودجوي امکاناتو او یوې بیروکراسي ته اړتیا لرو، چې په ډیر دقت سره مراقبت وکړي او سرحد تعیین کړي، چې له کومې اندازې قیمتونه جګ شي نو باید مونږ مداخله وکړو.″

د اقتصاد بازار سیسټم د سم نه پلي کیدو په هکله دا نیوکې په داسې حال کې کیږي، چې دغه سیسټم له شاوخوا سلو کلونو راپدیخوا په ټوله نړۍ کې پلي کیږي.

په نړی کې د دې سیسټم د کامیابه پاتې کیدو لامل، د سوداګرو تر منځ سالم رقابت، د حکومت له خوا د دې سیسټم د قانون سم پلي کول او د دې سیستم څارنه ده.

دا، چې افغان دولت به وکولای شي، د دې سیسټم په وړاندې پرتې ستونزې پای ته ورسوي، نو د تیرو نهو کلونو تجربو ته په پام سره په دې اړه اټکل لږ څه ګران بریښي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG