د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۳

په افغانستان کې ۸ امریکايي عسکر د نشه يي توکو د استعمال له امله مړه شوي


راپورونه وايي، د امریکا پوځ له خپلو سرتیرو څخه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱م کلونو په اوږدو کې په افغانستان کې د نشي موادو د استعمال په اړه تحقیقات کړي دي.

اسوشیېټډ پرېس اژانس د هغو معلوماتو پر اساس، چې پوځ د جنايي تحقیقاتو قومندانۍ ته سپارلي وايي، په دغو کلونو کې په افغانستان کې اته امریکايي سرتیري د نشي موادو د استعمال له امله مړه شوي دي.

د راپور له مخې امریکايي سرتیرو دغه نشي مواد د داردو درملو له پاکټونو او یا افغان سرتیرو او پولیسو څخه ترلاسه کړي دي.

دغه راز د اسوشیېټډ پرېس وايي، په ځینو مواردو کې افغان قرادادیانو د پیسو په بدل کې امریکايي سرتیرو ته هیروین او نور مخدر موادو ورکړي دي.

خو د امریکا د پوځ یوه ویاند ویلي، چې دا کومه لویه ستونزه نه ده او د هغه په وینا پوځ کولی شي دا کنټرول کړي.

د امریکا پوځي مقاماتو ویلي، د سرتیرو د کنټرول لپاره کله کله هغوی معاینه کیږي، چې معلومه شي څومره عسکر نشه يي مواد استعمالوي.

پوځ غواړي، چې هر سرتیری لږ تر لږه په کال کې یو ځل معاینه شي او همدې ته په پام سره به د روغتیايي کنټرول او معاینو اندازه زیاته شي.

خو پوځي چارواکي وايي، په هغو سیمو کې چېرته چې جګړه روانه ده، د دې پروګرام عملي کول په دې خاطر ګرانه ده، چې هلته لازم روغتیايي مرکزونه نشته.

د متحده ایالاتو د پوځ د جنايي تحقیقاتو مرکز وايي، د هغو سرتیري شمیر چې په افغانستان کې نشه يي مواد استعمالوي له هغو عسکرو زیات نه دي چې په داخل د امریکا کې مخدر مواد کاروي.
XS
SM
MD
LG