د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

په تهران کې د یوه ایراني شرکت له خوا د افغاني پاسپورټونو د ویش پر وړاندې اندېښنې


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، په ایران کې افغان کډوالو ته د یو ایراني شرکت له خوا د افغان پاسپورټونو ویشل د هیواد ملي امنیت ته جدي ګواښ پیښولای شي.

د بخدي په نامه یوه خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې په تهران کې د افغانستان سفارت افغان کډوالو ته د پاسپورټ ورکولو بهیر یوه ایراني شرکت ته سپارلی.


په داسي حال کې چې ایران په افغانستان کې بل شوي اور ته په لمن وهلو له هیڅ لارې مخ نه دی اړولی، د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، چې په ایران کې پر افغان کډوالو د یو ایراني شرکت له خوا د افغاني پاسپورټونو ویش به دغه هیواد ته د افغانستان د ملي امنیت د ګډوډولو لاره نوره هم خلاصه کړي.

د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي د شنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دغه موضوع به په جدي ډول په خپلو غونډو کې یاده کړي او ولسمشر کرزی باید د دې موضوع مخه په خپله ونیسي.

″زه تعجب کوم، چې د بهرنیو چارو وزارت داسې جرات کوي، یوه ملي او مهمه موضوع چې هغه د پاسپورتونو موضوع ده او په دې کې د لاسوهنې هر ډول جدي امکانات شته. هیله ده چې ولسمشر په خپله مداخله وکړي.

په دې کې ملي امنیت ته خطر دی او د افغانستان تامیت ته خطر دی. امکان لري، چې بهرنیان د افغانانو په نومو پارسپورتونه ترلاسه کړي، هغه د یو افغان په نامه افغانستان ته داخل شي او هر هغه څه یې چې زړه غواړي، د بهرنیو استخباراتو په نفعه کار وکړي.″

په کابل کې محور نا دولتي ورځپاڼې د بخدي ویب پاڼې په حواله لیکلي، چې دغه شرکت ″شتکا″ نومیږي او افغان کډوال باید د پاسپورټ اخیستلو لپاره یو لک او پنځوس زره تومنه او یا هم ۸۰ امریکایي ډالره ورکړي.

د دې ترڅنګ دا هم ویل کیږي، چې دغه شرکت د افغانانو په نومونو کې هم بدلون راولي.

په راپور کې ویل شوي، چې په ایران کې یوه افغان شرکت هم د دې بهیر د ورسپارلو غوښتنه کړې وه، چې په بیلا بیلو دلایلو هغه شرکت نه دی بریالی شوی دا قرارداد خپل کړي.

د سیاسي چارو پوهان وايي، پاسپورټ د یوه هیواد ملي مساله او نښه ده، چې شرکتونو ته سپارل یې ملي خیانت دی او ملي امنیت ته لوی ګواښ.

د دغو پوهانو له ډلې ډاکتر فاروق عظم، ازادۍ راډیو ته وویل، چې په افغان حکومت کې داسې کسان سته، چې د ملي ګټو پر ځای ورته د ایران ګټې مهمې دي.

″کیدای شي، په خارج کې هم ایرانیانو ته پاسپورټ ورکړي، چې په خارج هغه د افغانانو په نوم هر کار یې چې زړه غواړي هغه وکړي او همدا ډول افغانستان ته هم دوی خپل سړي د افغان په نامه راواستوي. دا ډېره خطرناکه خبره ده.

له دې دا معلومیږي، سره له دې چې خارجه وزات بې کفایته اداره ده، بلکه د پردو په اجنډا کې روانه ده. دلته په حکومت کې داسې ډېر خلک چې ایران ته ډېر موقع ورکوي.

افغان شرکت ته یې هم باید ورنه کړي او خارجي شرکت ته یې چې ورکوي، دا یو ملي خیانت دی.″

ښاغلی عظم وايي، چې افغان حکومت باید دې مسالې ته جدي پام وکړي او بهرنیانو د لاسوهنو لاره خلاصه نه کړي.

شتکا شرکت چې دغه تړون یې د افغانستان له سفارت سره لاسلیک کړی، یو میلیون افغان ګډوالو ته به پاسپورټونه ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت بیا د ولسي جرګې او افغان کارپوهانو دې اندېښنو ته په جواب کې وايي، چې دغه شرکت په تهران کې د سفارت همکار دی او ملي امنیت ته ګواښ نه شي پیښولای.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال فرامرز تمنا ازادۍ راډیو ته وویل.

″په دې برخه کې هېڅ ډول اندېښنه نه شته، ځکه چې د هویت د تثبیتولو او د پاسپورټونو د وېشلو کار او نور هغه ملي مسایل چې په افغانستان پورې اړه لري، د افغان ډیپلوماټاتو له خوا په تهران، مشهد او زاهدان کې ترسره کیږي.″

د سیاسي او پوځي چارو پوهان وايي، ایران به په دې ډول له دې نوي لاري سیاسي او پوځي رازونو ته لا ډیره لاره پیدا کړي او ملي ګټي او ملي امنیت به له ډیرو ستونزو سره لاس او ګرېوان سي.

د راپورنو له مخي د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست هم په دې اړه جدي اندېښنه ښوولې.

ایراني چارواکو تر دې مخکې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهني په هدف، په وار وار په ښکاره ډول افغانستان د لویدیځ لخوا اشغال سوی هیواد بللی.

همدارنګه راپورنو د افغان او نړیوالو ځواکونو له خلې ویلي، چې ایران افغانستان ته وسلې او مهمات رالیږلي او په دې ډول یې د وسله والو مخالفینو ملاتړ کړی.

اوس مهال په ایران کې شا او خوا دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG