د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو د وتلو په اړه د روسیې اندېښې پر ځای دي


د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی
یو شمېر کتوونکي له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو په اړه د روسي او تاجکي چارواکو اندیښنې پر ځای بولي او وايي، دوی ویره لري چې په افغانستان کې به بې ثباتي راشي.

د تاجکستان او روسیې په ګډون د سیمې یو شمیر هیوادونو له افغانستان څخه د بهرنیوځواکونو په وتلو اندیښنه ښودلې ده خو د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی بیا ددې برعکس فکر کوي.

د یو شمیر کتوونکو په باور، له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو په اړه د سیمې له ځینو هیوادونو سره له دې امله اندیښنې دي چې هسې نه افغانستان یو ځلې بیا د تروریستي فعالیتونو په مرکز بدل شي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی وايي، د روسي چارواکو په باور د افغانستان بې ثباتي به په مرکزي اسیا چې د دې هېواد د نفوذ ساحه ده، تاثیر ولري او آن په چیچنیا او تاتارستان کې به اسلامپالي تقویه کړي.

ښاغلي ستانکزي له ازادي راډیو سره په خبروکې په دې اړه د روسیې او ځینو نورو هیوادونو اندیښنې تر یوه حده پرځای وبللې؛ خو ویې ویل، چې له امریکا سره د ستراتيژیک سند لاسلیک کیدل ښايي د دوی اندیښنې له منځه یوسي:

″دغه تشویشونه تر یوه حده پر ځای او تر یوه حده پورې زه فکر کوم، که چېرې د افغانستان دولت او د امریکا ترمنځ ستراتیژیک تړون لاسلیک شي، په دې شرط چې دواړه مملکتونه مساوي وګڼل او په دې کې د افغانانو ګټې په نظر کې ونیول شي، کولای شي تر ډېره پورې دغه تشویشونه چې د روسیې، تاجکستان او ورته هېوادونه یې لري، هغه له منځه یوسي.″

د ښاغلي ستانکزي په وینا که څه هم روسیه په افغانستان کې د امریکا له دایمي پوځي حضور سره مخالفه ده، خو د یوې مودې لپاره یې ځکه ملاتړ کوي، چې په افغانستان او پاکستان کې وسلوال مخالفین او ترهګر وځپي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دوه څوارلسم کال کې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو په وتلو انتقاد کړی او ویلي یې دي، چې ترڅو افغان ځواکونه د امنیت د ټینګولو توانايي نه وي پیدا کړي، د دارنګه نیټو ټاکل سم کار نه دی.

نوموړي ویلي، چې سربیره پر روسیې او د مرکزي اسیا پر هیوادونو چین هم په دې اړه اندیښمن دی.

د تاجکستان جمهور رییس امام علي رحمن هم خپل پارلمان ته په وینا کې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو پر وتلو اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د سیمې پر امنیت به تاثیر وکړي.

د سیاسي او پوځي چارو یو بل کارپوه نورالحق علومي په دې باور دی چې د روسي او تاجکي چارواکو دغه اندیښنې په اصل کې د افغان حکومت د کمزورۍ له امله دي:

″حقیقتاً زما نظر دا څرګندوي، چې په دې لسو کلونو کې ناټو دلته و، خارجیان دلته وو، دغه اداره ونه توانېده چې دلته ثبات راولي، یعنې په دې دولت باندې اعتبار نه شته. که چېرې خارجیان له افغانستان ته وویل، حالت به تر دې هم خراب شي.″

بل خوا جمهور رییس حامد کرزي څو ورځې مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان د ملي حاکمیت لپاره مهم او د افغانانو او بهرنیانو په خیر یې وباله:

″په دوه زور څوارلسم کال او حتی ښايي تر هغې مخکې بهرني ځواکونه له افغانستان نه ځي، خپلو کورنو او هیواد ته او د افغانستان ملت د خپلې خاورې خاوند کیږي او له خپلې خاورې نه د دفاع او د قانون د تطبیق لپاره په بشپړه توګه خپل اختیار په خپل لاس کې اخلي.

او دې ته ښه غوږ شئ! چې دا د افغانستان په خیر دی، په دوه زرو څوارلسم کال کې له افغانستان څخه خپلو کورونو ته د بهرنیو ځواکونو تلل، د افغانستان په خیر دی، د هغوی په خیر هم دی او زموږ په خیر هم.″

که روسیه او تاجکستان له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو په اړه اندیښمن دي، ځینې نور هیوادونه یې ښايي تود هرکلی وکړي.

ایران له لومړي سر نه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له موجودیت سره مخالف و او ویل کیږي، چې په پاکستان کې یې هم ځینې کړۍ وتلو ته سترګې پر لار دي.

خو په عین وخت کې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان په چارو کې د دغو دوو هیوادونو د لا ډیرې لاسوهنې اندیښنې هم موجودې دي.
XS
SM
MD
LG