د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د افغانستان له امنیت پرته د منځنۍ اسیا امن ساتل ممکن نه دی


په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د ماموریت ملاتړ، د لا ډیرې همکارۍ او ددې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې، او د مرکزي اسیا امنیت ته پاملرنه هغې مسلې دي چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان یې په اړه څرګندونې کړي دي.

دا له اوږدي مودي وروسته ده چې امام علي رحمان د افغانستان په اړه څرګندونې کوي.

نوموړی وايي، په افغانستان کې ښه پرمختګونه شوې دي خو ددې اړتیا شته چې دد هیواد حکومت او اداره پیاوړي شې. نوموړې د ټولې سیمې امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی وباله.

̎په افغانستان کې له امینت پرته د مرکزي اسیا د امنیت تصور ناممکن دی. په دې ورور او دوس هیواد کې د وضعي انکشاف زموږ د قناعت وړ دی. خو باید ووایو چې هغوی تر اوسه یوې باثباته مرحلې ته نه دي رسیدلې. او په دې برخه کې باید لا ډیرې هڅې وشي.̎

ویل کېږي چې د افغانستان په شمال کې یو شمیر ګاونډي هیوادونه په ځانګړې توګه تاجکستان له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتنې په اړه اندېښنې لري.

امام علي رحمان وايي په افغانستان کې له امریکا او نړیوال ایتلاف سره د تاجکستان همکاري پایداره ده.

نوموړې د افغانستان سره په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې پر همکاریو ټینګار وکړ، خو ویې ویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتنې وروسته به د تاجکستان مسولیتونه دوه برابره شي.

̎ددې ځواکونو وتنه چې په ۲۰۱۴ م کال کې اعلان شوې ده، زموږ مسولیتونه چې د افغانستان په ګاونډ کې یوو او د معاصرو ګواښونو او خطرونو په وړاندې یوو دوه چنده کوي.

نو له دې امله باید نړیواله ټولنه دا واقیعت ومني. معلومه ده چې له دې نیټې وروسته به موږ له ځینو ګواښونو سره مخ شو.̎

تاجکستان د افغانستان په شمال کې له دې هیواد سره تقریبا یوزرو څلور سوه کیلومتره ګډ ه پوله لري. ددې هیواد چارواکو تل له افغانستان څخه د تاجک یاغیانو د ور اوښتو او یا هم د نشه یي موادو له قاچاق څخه شکایتونه کړي دي.

ویل کېږي د تاجکستان او ازبکستان د حکومتونو یو شمیر مخالفې وسلوالې ډلې دا مهال په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمو کې پټې دي. له دې جملې یوه هم د ازبکستان اسلامي نهضت ډله ده چې ډیر وسلوال یې دا مهال وزیرستان کې دي.
XS
SM
MD
LG