د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

"ولسمشرکرزې دې طالبانو ته د ورور خطاب نه کوي"


دجمهوررییس کرزي پخوانی لومړی مرستیال احمدضیا مسعود
دجمهوررییس کرزي پخوانی لومړی مرستیال احمدضیا مسعود
د ولسمشر کرزي پخوانی لومړی مرستیال په دې باور دی چې، د هېواد جهادي مشرانو د یو لړ امتیازاتو په لاسته راوړلو سره، ونه توانیدل چې د جهاد دیرش کلن ارمانونه پوره کړي.

احمدضیا مسعود چې اوس مهال د ( ملي جبهی) مشري ورپه غاړه ده، د جمعې په ورځ یي په کابل کې وویل، چې د طالبانود واکمنی وروسته جهادي مشرانو ته زمینه برابره شوې وه، چې په هېواد کې د یو معقول سیاسي نظام جوړولو ته اقدام وکړي، خو د ده په خبره دې مشرانو ونه شول کړای چې د خلکو له غوښتنو سره سم، دی اهدافو ته ځانونه ورسوي:

«له بده مرغه د بن له کنفرانس وروسته بهرنیانو او لویدیځوالو بیا هم پر افغانستان یو لاس پوڅی رژیم واکمن کړ، مجاهدین یي تیر ایستل.

جهادي مشرانو د یو لړ امتیازونو او سمبولیکو مقامونو په لاسته راوړلو سره ونه شول کړای د جهاد دیرش کلن ارمان پوره کړي، د همدې له امله دا لس کاله کېږي چې خلک د تروریزم قرباني کېږي.»


احمدضیا مسعود، چې یو وخت د ولسمشر لومړی مرستیال و، اوس مهال پر موجوده حکومت، یو له سختو انتقادونکو څخه شمېرل کېږي.

یو شمېر کارپوهان د هېواد په روانو ناخوالو کې احمدضیا مسعود هم شامل ګڼي.

زبیر شفیقي تاییدوي چې د هېواد د وضیعیت په ښه کولو کې، جهادي مشرانو، د پام وړ برخه نه ده اخیستې:

«موږ منو، چې جهادي مشرانو د ښې حکومتداری په راوستلو کې پاتې راغلل، خو ځیني خلک چې په اوسني حکومت انتقادونه کوي، په خپله هم یو وخت په دې حکومت کې مسئول چارواکې وو، ښاغلي ضیا یو وخت د جمهور ریس لومړی مرستیال و، ترپنځه کلونو پورې ده امتیاز لرل، که اوس چې حکومت کې نیمګړتیاوې دي، په دې کې ښاغلی مسعود هم شامل دی.»

د ملي جبهې مشر په راتلونکې کې د طالبانو پر احتمالي بیا راستنیدو اندیښمن دی.

دی وایي، که طالبان بیا واکمن شي، د ترقی او پرمختګ روان بهیر به بیرته په ټپه ودریږي.

ښاغلی مسعود دا هم وایي، چې ولسمشر کرزی باید طالبانو ته د ورور خطاب ونه کړي.

«هغوي چې د ده وروڼه دي، ولې خپلو وروڼو ته نه وایي، چې له چور چپاول، وژنو او ناامنیو څخه دې لاس واخلي.

دوي چې له طالبانو سره دومره نږدې دي، ولې يي د اعمالو مخه نه نیسي، د دوي ترمنځ اړیکې له دوه زره لومړي کال دمخه ټینګې وې، اوسنی سیاسي مشرتابه ورسره یوځای کار کاوه.»


سره له دې چې په دې وروستیو کې په څلورو ولایتونو کې د طالبانو پر بریدونو چې ځینو خلکو ته یي مرګ ژوبله واړوله، انتقادونه کېږي، خو جمهوررییس کرزي تیره اوونۍ یو ځل بیا طالبان وروڼه وګڼل او ځني یي وغوښتل چې له جنګه لاس واخلي.

ځیني کارپوهان بیا وایي، طالبانو ډیرځله د جمهوررییس د سولې د پیغامونو پر وړاندې بې پروایي ښودلې او حکومت ته پکار ده چې له طالبانو سره د پخلاینې پر پروګرام بیا کتنه وکړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG