د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۳۵

ناټو: چین او روسیه دې هم افغان ځواکونه تمویل کړي


د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسېن پر روسیې او چین غږ وکړ، څو له ۲۰۱۴ کال وروسته چې نړېوال ځواکونه له افغانستانه وځي د افغان ځواکونو د تمویل په چاره کې ونډه واخلي.

ناټو دا غوښتنه د هغو هڅو په لړ کې کوي چې له افغانستانه د نړېوالو محاربوي قواوو له وتلو مخکې د افغان ځواکونو د تمویل په مقصد له پراخو سرچینو د ژمنو د ترلاسه کولو لپاره یې پیل کړې دي.

د ناټو د اټکل له مخې د افغان ځواکونو د تمویل مصارف په کال کې څلور میلیارده ډالره دی او متحدایالات له خپلو متحدانو څخه د یو اعشاریه درې میلیارد ډالره ونډې تمه لري.

په دې ترڅ کې یوازې بریتانیا په کال کې د ۱۱۰ میلیونه ډالرو معادل ونډې ژمنه کړې.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، ناټو له روسیې، چین او نورو هېوادونو څخه غواړي چې له ۲۰۱۴ وروسته د یوه قوي افغان ځواک جوړېدل یقیني کړي.

رسموسېن د ناټو د بهرنیوچارو او دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې چې د شیکاګو سرمشریزې ته د تیارۍ په مقصد په بروکسل کې جوړه شوې وه او پرون پای ته ورسېده خبرې کولې.

امریکا او ناټو د شیکاګو په سرمشریزه کې د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته د ثبات ټینګولو لپاره له خپلو متحدانو څخه اوږدمهالې ژمنې غواړي.

چین په افغانستان کې د پام وړ اقتصادي ګټې لري او د پاکستان نژدې متحد دی، چین چې د اسعارو ترټولو زیاتې زېرمې لري، همدا راز د بحران ځپلو لویدیځو هېوادونو په پرتله له اقتصادي پلوه هم په نسبتاً ښه حالت کې دی.

د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د روسیي د بهرنیو چارو له وزیر سره هم د افغانستان او نورو نړېوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د دېره نړیوالو ځواکونو لپاره د روسیې د ترانزیتي لارې د پراخېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، روسیې ناټو ته د یوې نوې ترانزیتي لارې د ورکولو ژمنه کړې:

"موږ د هغې ترانزیتي لارې د ډېر ژر پراخېدو تمه لرو، چې د روسیې له خوا په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو ته ورکړل شوې.

د روسیې د اورګاډي شبکه او هوايي ترانسپورت به موږ ته افغانستان ته د وسایلو د وړو- راوړو امکانات برابر کړي. موږ د روسیې د دې مرستې چې بنسټ یې له موږ سره ګډې ګټې دي او زموږ د ګډ امنیت له ټینګښت سره به مرسته وکړي مننه کوو."


د راپورونو له مخې دا نوې ترانزیتي لاره د روسیې له اولیانوفسک ښاره تېرېږي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا او ناټو افغانستان ته د ننوتو او وتلو د متبادلو لارو په لټه کې دي. ویل کېږي چې د دې اقداماتو هدف د پاکستان پر ترانزيتي لارې د اتکا کمول دي، ځکه په تېر وخت کې لیدل شوي چې دا لاره څوځلې په بېلابېلو پلمو د ناټو د اکمالاتو پرمخ بنده شوې ده.

د پاکستان ترانزیتي لاره په تېره نوامبر میاشت کې په ګډ سرحد کې د ناټو په هوايي حمله کې د څلورویشتو پاکستاني پوځیانو له وژل کېدو وروسته بنده شوه.
XS
SM
MD
LG