د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۳۹

استرالیا د خپلو پوځیانو په اړه یو دم خپل دریځ بدل کړ


د اسټراليا د بهرنيو چارو وزير باب کار او د دفاع وزير سټيفن سميت په بروکسل کې د ناټو د دفاع او بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې د خپل هېواد دريځ د ايتلاف له پلان سره همغږی کړ او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د امنيتي چارو کنټرول افغان ځواکونو ته ور وسپاري.

د اسټراليا د بهرنيو چارو وزير ښاعلي کار وويل:

په اروزګان کې پرمختګ ښيي، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پايه، يا هم څه ژر افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل ممکن دي.

په افغانستان کې د استراليا د يو نيم زرعسکرو زياته برخه په اروزګان ولايت کې ځای پر ځای دي، نوموړي زياته کړه:

“ په هر حال موږ ټول بايد د افغانستان د ملي اردو او امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو، يعنې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو تر وخت پورې چې دا بهير د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پايه تکميليږي د جګړې لپاره چمتو واوسو”.

دا په داسې حال کې ده، چې د تيرې سې شنبې په ورځ د استراليا صدراعظمي جوليا ګيلارد وويل: په تيرو ۱۸ مياشتو کې مو په امنيتي برخه کې لويي لاس ته راوړنې درلودلې او په دې خاطر به د اسټراليا د ځواکونو زياته برخه راتلونکې کال له افغانستان څخه ووځي، جوليا ګيلارد زياته کړه:

“چې کله هم د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په روزګان کې افغان ځواکونو ته د امنيت د چارو د سپارلو اعلان وکړي نو موږ به سمدلاسه له روزګان څخه د ۱۲ څخه تر ۱۸ مياشتو په موده کې خپلې قواوې له افغانستان څخه راوغواړو”.

له بلې خوا د ناټوعمومي منشي اندرس فوغ راسموسن په افغانستان کې د دوامدارې جګړې په اړه وويل چې، وسلوال په پاکستان کې پټن ځايونه لري، دوي په افغانستان کې تروريستي عمليات په پاکستان کې تنظيموي.

نوموړي په دې برخه کې له پاکستان څخه وغوښتل چې د وسلوالو پر خلاف کوټلي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د دفاع وزيرعبدالرحيم وردګ د امنيت د چارو د سپارلو په برخه کې وويل چې، د استراليا او د امريکا له اعلاميو څخه سمه اخيستنه نه ده شوې نوموړي زياته کړه:

“ د امريکا او استراليا د لوړ پوړو مقاماتو سره چې ما خبرې وکړې داسې څرګنده شوه، چې د دواړو هېوادونو اعلاميي غلطي تعبير شوي دي.”

ښاغلي وردګ په برسل کې د ناټو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو د د غونډې په دوهمه او وروستۍ ورځ وويل:

“ استراليا يوار بيا تاُکېد وکړ چې ددوي قواوي به تر ۲۰۱۴ م کال تر پايه په افغانستان کې پاته شي”.

د استراليا وزيرانو په خپلو څرګندونو کې وويل، چې د دوي حکومتونه د ۲۰۱۴ م کال څخه وروسته، تيار دي چې د امنيتي ځواکونو په روزنه کې مرسته وکړي او په مالي لحاظ يې ملاتړ وکړي.
XS
SM
MD
LG