د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

د ځانمرګو له جسدو سره د عکسونو اخیستل بوږنونکي بلل شوي


د لویدیځ د زیاترو ورځپاڼو په پرونیو ګڼو کې د انتحاري برید کوونکو له جسدونو سره د امریکايي سرتېرو د عکسونو په اړه مطالب خپاره شوي.

دا ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما، د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو، د ناټو د عمومي منشي، د ملګرو ملتونو د چارواکو او نورو لویدیځو مشرانو له خوا د دې عمل غندنې ته اشاره کوي او لیکي چې امریکايي چارواکو له دې پېښې وروسته ټکان خوړلی او داعمل یې له هغو ارزښتونو سره په تضاد کې بللی چې امریکايي سرتېري د هغو په خاطر په افغانستان کې قربانۍ ورکوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا دفاع وزیر دا تصاویر دومره بوږنوونکي بللي چې پر ورځپاڼو یې فشار راوړی څو له خپرولو یې ډډه وکړي.

ډېلي ټلګراف:

خو د بریتانیا چاپ ډېلي ټلګراف ورځپاڼې بیا د افغانستان په اړه د ګردسره جلا مسئلې یادونه کړي او لیکي، د دې خبرونو له خپراوي سره سره چې ګنې استرالیا به خپل ځواکونه له وخته مخکې له افغانستانه وباسي، د ناټو چارواکي په دې نظر دي چې په دې اړه به بېړنی اقدام ونشي او په دې برخه کې باید کومه اندېښنه نه وي.

ورځپاڼې د ناټو د سرمنشي اندرېس فوګ رسموسین وینا را اخیستې ده چې وايي، ناټو او متحدان یې د دې تګلارې پلویان دي چې یوځای افغانستان ته تللي او یوځای به ترې وځي.

د رسموسېن په وینا په ارزګان ولایت کې د ځواکونو د کمولو په اړه د استرالیایي چارواکو ویناوې له روانو واقعیتونو سره بشپړ سمون لري، ځکه په ارزګان کې دېره یونیم سل استرالیايي سرتېري باید د ۲۰۱۲ کال په نیمايي کې له هغه ځایه وتل پیل او د اتلسو میاشتو په ترڅ کې یې بشپړ کړي چې له افغانستانه د نړیوالو محاربوي ځواکونو د وتلو له مهال وېش سره پوره مطابقت لري.

انټرنېشنل هرالډتریبیون:

انټرنېشنل هرالډتریبیون ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د کوکنارو د راټولولو د فصل د رارسېدو په اړه یو مطلب خپور کړی چې په یوه برخه کې یې لیکلي دي، په ۲۰۱۱ کال کې طالبانو د تریاکو د پلورلو له درکه یواعشاریه څلور میلیارده ډالر ترلاسه کړل چې د تېرکال په پرتله په سلو کې ۱۳۳ زیاتوالی ښيي، خو ورځپاڼه دا یادونه هم کوي چې تریاک د بېوزلو افغان بزګرو لپاره هم د عاید یوه سرچینه ده.

انټرنېشنل هرالډتریبیون لیکي، په داسې حالت کې پرېمانه وژونکي مواد د لویدیځ بازارونو ته وړاندې کېږي چې زرګونه کسان په نشه یي موادو روږدي کوي او په پای کې یې د مرګ تر پولې رسوي.

ورځپاڼه پوښتنه کوي، چې د دې ستونزې د حل لاره کومه ده او په ځواب کې لیکي چې په افغانستان کې د مخدروموادو د له مینځه وړو په برخه کې عادي اقدامات ګټور نه دي او هغه وخت رارسېدلی چې متحدایالات کومه بله لاره غوره کړي.

انټرنېشنل هرالډتریبیون لیکي، چې د حل تر ټولو غوره لاره داده چې متحدایالات او د لویدیځ نور هېوادونه د افغانستان تولید شوي تریاک مخکې له دې چې د طالبانو لاس ته ورشي، پر کروندو کې په بیه واخلي او له هغو څخه د درملو او نورو اړتیا وړ موادو د جوړولو لپاره په قانوني ډول کار واخلي، څو په دې توګه له یوې خوا وسله وال طالبان له دې عوایدو بې برخې شي او له بلې خوا د لویدیځو هېوادونو په لارو او کوڅو کې زرګونه نور کسان د مخدرو موادو له مصیبت څخه وژغورل شي.
XS
SM
MD
LG