د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۲۶

چین او روسیه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته اندیښمن دي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف له افغانستانه د دوه زره څوارلسم میلادي کال تر پایه د ناټو د محاربو پوځیانو پر وتلو انتقاد وکړ او ویې ویل چې ورته نظر چین لري.

سرګي لاورف په بروکسل کې د روسیې او د ناټو د غړیو هېوادو د استازیو له غونډې وروسته وویل، په افغانستان کې د ناټو پلان چې هدف یې د ترورزم ځپل او د نشه اي موادو له منځه وړل دي، څرګند نه دی.

لاوروف زیاته کړه، افغان امنیتي ځواکونه په یوازې توګه نه شي کولای چې د افغانستان امنیت تامین کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر بیا وویل، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نیټه سمه نه ده او دې ته د منځنۍ اسیا هیوادونه هم اندیښمن دي. د لاورف په وینا چین او یو شمیر نور هیوادونه هم ورته اندیښنې لري:

«تر هغو چې افغان لوری دا توان پیدا کوي چې په خپله خاوره کې امنیت تامین کړي، نو دا سمه نه ده چې وار له مخه تر دې توانمندۍ له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو لپاره یوه مصنوعي نیټه تعیین کړو.»

بل لور ته د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې رد کړې او ویې ویل، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره افغان ولسمشر حامد کرزي موافقه کړې ده او دا پریکړه د هغه له خوښې سره سمه شوې ده.

راسموسن بیا وویل، دوه زره څوارلسم کال په ډیر دقت غوره شوی دی او په دې اړه له افغان چارواکو سره سلا مشورې شوې دي.

ماسکو چې په اتیایمه میلادي لسیزه کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د وخت ترخې خاطرې لري، د ناټو په مشرۍ په افغانستان کې له پوځي ماموریت سره یوځای کیدل رد کړې دي، خو دا یې منلې ده چې د روسیې له لارې دې ناټو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو اکمالات وکړي.

د ناټو عمومي منشي بیا روسیې ته وړاندیز وکړ چې تر دوه زره څوارلسم میلادي وروسته دې د افغان ځواکونو په روزنه کې مرسته وکړي.

راسموسن بیا ټینګار وکړ، چې ناټو افغانستان نه پریږدي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان له ځواکونو سره مرستې وکړي او دا یوازې د ناټو او ایساف وظیفه نه ده چې له افغان ځواکونو سره به مرسته کوي.

راسموسن بیا وویل، په افغانستان کې د چین، روسیې او نورو هیوادو د مرستو هرکلۍ کوي.

افغان چارواکي وایي، چې تر دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته به د افغان ځواکونو لګښت څلور میلیاډه ډالرو ته رسیږي او افغانستان یوازې پنځه سوه میلیونه ډالر په دې ډګر کې مصروفولی شي.
XS
SM
MD
LG