د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۴۲

"اسما الاسد دې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره اقدام وکړي"


په هغه ویډیو کې چې په یوټیوب کې خپره شوې ده، د بریتانیې او جرمني د سفیرانو میرمنو د بشار الاسد له میرمنې غوښتې چې په سوریه کې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره اقدام وکړي او چپه پاتې نه شي.

په دې ویډیو کې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د میرمنې اسما الاسد فیشنې عکسونه د هغو ماشومانو له عکسونو سره ګډ شوي دي چې د سوریې په تاوتریخوالو کې وژل شوي.

په دې ویډیو کې د بشارالاسد بریتانوي الااصله میرمن تورنه شوې، چې د دې پرځای چې هغه کړاو او ناورین ته پاملرنه وکړي چې د سوریې خلک ورسره مخ دي ډیره پاملرنه یې خپل تصویر ته ده. دا ویډیو په دې جملو پیلیږي:

"ځینې میرمنې سټایل او سبک ته پاملرنه کوي، ځینې یې خپلو خلکو ته پاملرنه کوي، ځینې میرمنې له خپل عکس سره په شخړه وي، خو ځینې نورې بیا د ژوندې پاتې کېدو لپاره هڅې کوي."

په ملګرو ملتونو کې د د بریتانې د سفیر لایال ګرانټ میرمن شیلا لایال ګرانټ او د جرمني د استازي پیتر ویتنګ میرمن هوبراتاوان موز ویتنګ په یوه اعلامیه کې د دې ویډیو د جوړولو په اړه خپله پریکړه داسې بیان کړې ده:

"موږ د یوې میرمنې، يوې ښځې او یوې مور په توګه د اسما پر مسولیت بشپړ باور لرو.

نوموړې د عربو ښځو د غږ او د ښځو د حقونو د برابرۍ د یوې مخکښې په توګه نه شي کولای د خپل میړه تر شا پټه شي."


په دې ویډیو کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد میرمن اسما الاسد ښودل شوې ده چې وايي:

"موږ باید د دې توان ولرو، چې په سوله ثبات کې با شخصیته ژوند وکړو."

په خپره شوې ویډیو کې د اسما اسد له دې خبرو وروسته له هغې څخه د انتقاد په بڼه پوښتنه شوې ده:

"اسما تاته څه پېښ شول ؟ او یوه ورځ به زموږ ماشومان له موږ څخه پوښتنه کوي چې څه پېښ شول ؟"

د سوریې د ولسمشر بشارالاسد میرمن بریتانوۍ ده او د اسد د رژیم له خوا د مظاهره چیانو د ځپنې د پیل راهېسې له ګڼو انتقادونو سره مخ ده.

د ملګروملتونو د سازمان د اټکل له مخې په دې تاوتریخوالو کې تر اوسه نهه زره کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG