د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

پاکستان دې د وسلوالو په وړاندې جدي اقدام وکړي


اندريس فوګ راسموسن
اندريس فوګ راسموسن
د ناټو عمومي منشي وايي هغه وسلوال چې په افغانستان کې پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي، په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري او له هغه ځايه دغه بريدونه تنظيموي. ده له پاکستانه وغوښتل چې د دغو وسلوالو په وړاندې جدي اقدام وکړي.

اندريس فوګ راسموسن په بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پاى کې د يوه کنفرانس پر مهال د ازادۍ راډيو د پوښتنې په ځواب کې وويل، د سيمې ثبات او امن د پاکستان په ګټه هم دى چې بايد د سيمې اوږدمهالى امن يقيني کړي.

اندريس فوګ راسموسن دغه څرګندونې د ناټو د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پاى کې وکړې.

ده وويل، چې د افغانستان ثبات د سيمې او نړۍ له ثبات سره تړلې دي او پاکستان ته په کار دي، په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره عملي ګامونه واخلي.

د ناټو عمومي منشي وويل، ناټو او نور متحد هېوادونه د ملګرو ملتونو د موافقې پر اساس په افغانستان کې فعاليت کوي، خو ده له پاکستان څخه وغوښتل د هغو وسلوالو په مخنيوي کې مرسته وکړي، چې له قبايلي سيمې افغانستان ته اوړي او پر افغان او بهرنيو سرتېرو بريدونه کوي:

̋يوازېنى ټکى چې زه ورباندې ټينګار کوم دا دى چې موږ د پاکستان مثبت شراکت غواړو.

څرنګه چې موږ يوازې په افغانستان کې نه بلکې په سيمه کې د ثبات د يقيني کولو لپاره حضور لرو، له پاکستان سره قوي او مثبتې اړيکې او همکاري غواړو.

هغه تروريستان پر افغان خلکو او زموږ پر سرتېرو بريدونه کوي چې په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري، دغه وجه ده چې موږ له پاکستان څخه غواړو چې د دغو تروريستانو په وړاندې اقدام وکړي، چې په قبايلي سيمو کې فعال دي̋


راسموسن زیاته کړه، چې د امنيتي مسووليتونو د انتقال تر پروسې وروسته نړېواله ټولنه تر اوږدې مودې پورې له افغانستان سره همکاري غواړي او نړېوال ورته ژمن دي.


د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو زلمي رسول او ستر جنرال عبدالرحيم وردک هم د نن ورځې د غونډې په پاى کې خبرې وکړې، دواړو وزيرانو وويل، چې نړېوالو ورسره د اوږدې مودې لپاره ژمنې ورکړي او دوى باوري دي چې افغان ځواکونه به له ټاکل شوي مهالوېش سره سم وکړاى شي امنيتي مسووليتونه واخلي او وسلوال وځپي.

د ناټو د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو په سطحه دغه دوه ورځنۍ غونډه پايته ورسېده، او په غونډه کې د مطرح شويو مسايلو په اړه وروستۍ پرېکړه به بله مياشت د شيکاګو په کنفرانس کېږي.
XS
SM
MD
LG