د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

پاکستان د ترانزیت په برخه کې کړې ژمنې نه دي عملي کړي


د هغو ستونزو له مخې چې افغان سوداګرو ته د پاکستان په خاوره کې پیښیږي، د سوداګرۍ او صنایعو خونې معلوماتو له مخې دوي ته هر کال شاوخوا اوه سوه میلیونه ډالره زیان اوړي.

د دی خونی چارواکې پر پاکستان انتقاد کوي، چې په بېلابېلو پلموغواړي افغان سوداګرو او ترانزیت ته ستونزې پیښی کړي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي د پنجشنبی په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، له حکومت څخه غواړي چې ډیر ژر له پاکستاني چارواکو سره د افغان سوداګرو او ترانزیت ستونزه شریکه او اوارۍ ته یي تدابیر ونیسي:

«د پاکستان په خاوره کې افغان ترانسپورت ته اجازه نشته چې د هېواد صادرات د واګی او کراچې تربندرونو ورسوي حال دا چې د پاکستان ترانسپورت د افغانستان په ټولو ښارونو کې ازاد دی.

بله دا چې زموږ څخه مالي تضمین اخیستل کېږي هغه بیرته نه راکوي، څو کانټینرونه مو ورک شوي، دا هغه ستونزی دې، د ده له امله موږ د ګاونډویو هېوادونو د ستونزوله امله هر کال شاوخوا اوه سوه میلیونه ډالره تاواني کېږو، هیله حکومت په دی هکله اقدام وکړي.»

تیرکال د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت د ستونزو د حل په مقصد یو تفاهم لیک لاسلیک شو.

د تفاهم لیک هدف دا و، چې افغان او پاکستاني سوداګرو او ترانزیت ته باید په دواړو هېوادونو کې د فعالیت اسانیتاوې برابرې شي، خو یو شمېر افغان سوداګر وایي، پاکستان د ناڅرګندو دلایلو له مخې د تفاهم لیک د موادو له پلي کولو سرغړونه کوي.

د خان جان الکوزي له نظره، د تفاهم نامې له لاسلیک کېدو وروسته پکار وه چې افغان ترانزیت افغاني مالونه د کراچۍ او واګې تر بندرونو ورسوي، خو اوس هم افغان ترانسپورت ته دا اجازه نه ده ورکړل شوې چې، خپل صادرات تر یادو بندرونو ورسوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، د افغان سوداګرو او ترانزیت ستونزې یي له پامه نه دي غورځولي او هڅې کوي چې ستونزه یو ځل بیا هم د شوي تړون د موادو له مخې له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړي.

د دې وزارت ویاند وحیداله غازیخیل، ازادۍ رادیو ته وویل:

« د سوداګرۍ وزارت هڅه کوي چې د اپتا د تړون پر موادو له پاکستان چارواکو سره ډیر ژر یوه ناسته ولري، په دی کې به د دواړو لورو سوداګر او دولتي چارواکي ګډون ولري او هر ډول ستونزې به یو له بل سره شریکي او اوارې ته به یي عملي لارې غوره شي.»

تیرکال د افغانستان د سوداګرۍ د وزیر او د پاکستاني چارواکو ترمنځ په کابل کې د«اپټا» په نوم یو تړون لاسلیک شو او دواړو لورو ژمنې وکړې چې د تړون د موادو سره سم به هر هېواد د دوي په خاوره کې یو له بل سره مرستې کوي.

تیرکال دپاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلانی په کابل کې یو ځل بیا له افغان چارواکوسره ژمنه وکړه چې د ستونزی حل ته به اړوندې پاکستانی اداری مکلفی کړی.

سره له دی چې افغان لوری د هڅو او پاکستانی لوری د مرستوخبری کوی خو افغان سوداګر وایی، پاکستان لوری په دی برخه کې لازم اقدامات نه دي کړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG