د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

امریکا ته د سولې د شورا د پلاوي سفر په یوه مناسب وخت کې شوې


په کابل کې د امریکا سفیر په دې باور دې، چې امریکا ته د سولې د عالي شورا د پلاوي دا سفر په یو مناسب وخت کې شوې او کولې شي د دواړو لوریو ترمنځ د سولې د روانو هلو ځلو په اړه یو ښه تفاهم رامنځ ته کړي.

د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې دا پلاوې له تیرې یوې اونۍ راهیسې د امریکا د ځانګړي استازي مارک ګراسمن په بلنه دغه هېواد ته سفر کړې.

ریان کراکر، چې د پنجشنبې په ورځ یي په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وینا کوله وویل، چې د سولې د عالي شورا پلاوي له یو شمېر جګپوړو حکومتي چارواکو او کانګرس له غړو سره لیدلي دي.

کراکر د سولې د عالي شورا د پلاوي دا سفر د امریکایی چارواکو لپاره یوه ښه موقع وبلله، څو خپله په مستقیم ډول د هغو افغانانو نظریات واوري، چې د سولې په بهیر کې ښکیل دي:

"دا د جګپوړو امریکایي چارواکو لپاره، که په اجرایه او که په مقننه قوه دي یو عالي چانس دې، څو د سولې د عالي شورا د غړو لخوا په مستقیم ډول واوري، چې ددوی اهداف او مقاصد څه دي؟ او دا بهیر په څه ډول پرمخ ځي؟

دا د امریکایی مشرانو لپاره ډیره ښه ده، څو ددې پر ځای، چې په غیر مستقیم ډول له ما او یا له کوم بل چا نه واوري، له هغو افغانانو سره په مستقیم ډول خبرې وکړي، چې د سولې په بهیر کې ښکیل دي.

دا سفر په یو مناسب وخت کې شوې او دا به د سولې د بهیر په اړه د دواړو خواو ترمنځ د تفاهم په رامنځ ته کولو کې هم مرسته وکړي."


دا سفر پداسې حال کې کیږي، چې د قطر بهیر، د طالبانو لخوا له امریکا سره د خبرو له ځنډولو وروسته له یو نا معلوم برخلیک سره مخامخ شوې.

که څه هم دا نده څرګنده، چې د قطر بهیر به بیا کله پیل شي خو اوس اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دوحې ته یو سفر وکړ او پدې اړه یی د قطر له مشرانو سره خبرې وکړې.

د افغان چارواکو د څرګندونو له مخې ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې د قطر یو پلاوې کابل ته سفر وکړي او په دوحه کې طالبانو ته د دفتر د پرانستلو په څرنګوالي له افغان مشرانو سره خبرې وکړي.

خو ځینې افغان کتونکي پدې باور دي، که دا پلاوې وکولې شي د امریکا په حکومت باندې د طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره کوم فشار راولي، خو د سولې له بهیر سره مرسته کولې شي.

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فاروق بشر وویل، چې ددغو بندیانو نه خوشې کیدل ددې سبب شوي، چې طالبان خپل تماسونه په یو مخینزه توګه له امریکا او افغان دولت سره پرې کړي.

دا، چې د سولې د عالي شورا پلاوې به پدې برخه کې څه وکړای شي او که نه اوس یی اټکل ګران دې، خو دې مسئلې د قطر بهیر په ټپه درولې دې.

له بل لوري طالبانو دا هم ویلي، چې نه غواړي له افغان دولت سره خبرې وکړي او دا ځکه، چې ددوی د استدلال له مخې په افغانستان کې د ستونزې اصلي اړخونه دوی او امریکایان دي او افغان دولت پدې برخه کې هیڅ راز واک نلري.
XS
SM
MD
LG