جان مککین يو له هغو سناتورانو څخه دی، چې په زغرده يې د بارک اوباما له دغه پلان سره چې غواړي له افغانستان څخه د ۲۰۱۴ م کال تر پايه خپل ډير ځواکونه وباسي مخالفت کړی دی او ويلي يې دي چې، له کابله سره په امنيتي چارو کې تړون به د جګړې په بهير کې بدلون راولي.
نوموړي په واشنګټن کې د کارنګي بنياد د نړېوالې سولې په مطالعاتي مرکز کې په خپله وينا کې وويل:
“له افغانستان سره د ګډوهمکاريو ستراتيژيک تړون به طالبانو ته دا خبره څرګنده کړي، د دوي دا خيال چې امريکايي ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي او بيا به دوي جګړه وګټي سم نه دي”.
امريکايي مقامات وايي، دوي هيلمن دي چې کابل او واشنګټن به د ناټو په سرمشريزه کې چې يوه مياشت وروسته په شيکاګو کې جوړيږي د ګډو همکاريو ستراتيژيک تړون د لاس ليک پروخت په افغانستان کې، د امريکايي عسکرو د راتلونکې رول په اړه يوې موافقې ته سره ورسيږي.
په دغه تړون کې به د امنيت د همکاريو اصول وټاکل شي او په افغانستان کې به د امريکايي اډو د قانوني حمايت او حفاظت د جزئياتو په اړه وروسته نورې موافقې رامنځ شي.
ښاغلي مککين وويل : د دغه تړون له مخې به د امريکا هوايي قواوې په افغانستان کې د فعاليت اجازه ولري، څو استخباراتي معلومات شريک کړي.
امريکايي ځواکونه به افغان پوځي اډو ته لاس رسۍ ولري او د خاصو ځواکونو او روزونکو څخه به ملاتړ کوي.
ښاغلي مککين زیاته کړه: د يوې موافقې لاسليک کېدل به په افغانستان او سيمه کې ټولي هغه اوازې او خبرې پایته ورسوي چې، ګواکې نړېوال ځواکونه افغانستان پريږدي او د دې خبرو ځای به تل پاتې نړېوال تعهدات او ژمنې ونيسي.
په عين وخت کې، د اوباما حکومت بايد د ځواکونو د ايستلو بهیر په راتلونکې کال کې لږ کړي، تر څو په جګړه کې راغلي لاس ته راوړنې وساتل شي او هغه پلانونه چې د افغان امنيتي ځواکونو د شمير د لږولو لپاره جوړ شوي دي شاته واچوي.
د افغانستان د اردواو پوليسو شمېر به ژر درې نيم لکو ته ورسيږي، خو امريکايې چارواکې وايي، چې د مالي ستونزو له کبله دوي غواړي چې د افغانستان د ځواکونو شمېر ۲۳۰ زرو ته راکښته کړي.