د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

له ویاندویانو سره د رسنیو ستونزې


رسنۍ وايي، ویاندویان موږ ته په وخت ځواب نه وايي
رسنۍ وايي، ویاندویان موږ ته په وخت ځواب نه وايي
له ډیرې مودې او ډیرو ژمنو سره سره د حکومتي چارواکو او ویاندویانو له خوا رسنیو ته پر وخت د معلوماتو نه ورکول هغه ستونزه ده چې ژورنالستان لا هم ورسره مخامخ دي.

ژورنالستان وایي، که څه هم په بېلابېلو وزارتونو او ادارو کې د ویاندویانو په نوم یو شمېر کسان لوړې تنخواوې اخلي، خو دوي شکایت کوي چې دا ویاندویان د پیښو او مختلفومسایلو په اړه په وخت ځواب نه وایي.

په کابل کې د اشنا راډیو خبریال عبدالحی ورشان هم ورته شکایت لري، ده څرګنده کړه چې د پیښو په اړه په وخت د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د ځینو امنیتي سکتورونو او د ارګ د ماڼۍ ویاندویان ډیره ناغیړي کوي.

ژورنالستان وایي، چې په وزارتونو او ادارو کې ویاندویان دا مسوولیت لري چې رسنیو ته پر وخت معلومات ورکړي او د خبریالانو له غوښتنو سره سم له هغوي سره مرکې وکړي.

دوي وایي، ډیر کله داسې شوي چې د وزارتونو او حکومتي ادارو د ویاندویانو ټیلیفونونو ته نور کسان چې ځانونه د ویاندویانو لومړی او دوهم سکرتر معرفي کوي ځواب وایي.

ازاد ژورنالست سباوون او عارفه بهارت هم همدې ټکي ته اشاره کوي او دا د خبریالانو په کاري برخه کې یوه بله لویه ستونزه بولي، دې دغه راز وویل چې یو شمېر ویاندویان له تصویري رسنیو سره مرکې ته ژر تیاریږي، خو د صوتي او چاپي رسنیو په اړه غوږ هم نه ګروي.

له مرکز کابل سربیره د افغانستان په ټولو ولایتونو کې هم ژورنالستان وایي، چې له سیمه یېزو ادارو سره ورته ستونزې لري او سره له دې چې خپل شکایتونه یې په وار وار بیان کړي خو چاه پرې غور نه دی کړی.

ځینې ژورنالستان وایي، چې په ځینو وزارتونو او ادارو کې یو شمېر ویاندویان کم معلومات لري او نشي کولای چې د دوي پوښتنو ته لازم ځواب ووایي، همدا شان دوی څرګندوي چې په ځینو وزارتونو کې ویاندویان مرستیالان لري او ځانونه د ویاندویۍ له پسټ څخه ډیر لوړ بولي.

خو د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي چې خبریالان ورڅخه ډیرشکایت لري وایی چې یوازې په کابل کې سلګونه رسنۍ فعالیت لري او د پیښو په صورت کې دوی ټول ورڅخه د معلوماتو د ورکولو غوښتنه کوي.

د ده په خبره نشي کولای چې ټولو ته په یو وخت ځواب ووایی له همدې امله ده څرګنده کړه چې هڅه کیږي د مطبوعاتي اعلامیو په خپرولوسره ټولو رسنیو ته یوشان ځواب وویل شي.

خو ژورنالستان د جنرال عظیمي ځواب قانع کوونکی نه بولي او وایي، چې راډیوګانې غږ او ټلویزیونونه تصویر ته اړتیا لري او یوازې د اعلامیوپه خپرولوسره د هغوی پوښتنو ته ځواب نشي ویل کیدی.

دغه راز دوی وایی چې له جدي خبري پیښو سربیره په ډیرو مواردو کې چې د وزارتونو او نورو ادارو له ویاندویانوڅخه هم د مرکې غوښتنې شوي هغوی په ساعتونو او حتی ورځو مرکو ته نه دي حاضر شوي.
XS
SM
MD
LG