د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت ویلي دوي د څو امریکايي سرتیرو هغه کړنه په کلکه غندي چې په خپرو شویو تصویرونو کې د مشکوکو افغان وسله والو جسدونو ته د سپکاوي په حال کې ښودل کېږي.
په بروکسل کې د ناټو له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا وویل، د دې سرتیرو کړنه د هغو امریکايي سرتیرو د ارزښتونو استازیتوب نه کوي، چې په افغانستان کې جنګیږي:
"هغه کړنې چی په دغو تصویرونو کې ښودل شوي، بیخي زموږ له مقرراتو او تر هر څه مهم زموږ د ارزښتونو له ماهیت سره په تضاد کې دي.
دا زموږ څیره نه بیانوي او یقینا دا په مجموع کې زموږ د یونوفورم لرونکو سړو او ښځو چې هلته په خدمت بوخت دي، استازیتوب نه کوي."
نوموړې وویل، په دې اړه د پوځ له خوا څیړنه پیل شوې او د دې کړنې ترسره کونکیو ته به سزا ورکړل شي.
د ناټو عمومي منشي اندریس فوغ راسموسن هم دا کړنه غندلې.
په یو وروستي خپاره شوي عکس څرګندیږي، چې څو تنه امریکايي سرتیري په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په زابل کې د یوه ځان وژونکي بریدکونکي د جسد پاتې شونو ته سپکاوی کوي .
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې چې دا عکسونه یې خپاره کړي وايي، ۱۸ عکسونه ورته یو امریکايي سرتیري سپارلي دي.