د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

د سوریي ولسمشر ته د هیلري کلینټن خبرداری


هیلري کلینټن چې په بروکسل کې یې خبرې کولې وویل، په داسې حال چې د سوریې لپاره د نړېوال استازي کوفي عنان په منځګړیتوب د رامنځ ته شوي پلان د څارنې لپاره نړېوال څارونکې سوریې ته د استول په حال کې دي د اسد رژیم د خپلو مخالفانو ځپنې ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، دا ريښتا هم د اندېښنې وړ ده په داسې حال کې چې نړېوال څارونکي سوریې ته د تلو په حال کې دي د بشار الاسد ریژیم په حمص ادلیب او نورو سیمو کې ډزو ته دوام ورکوي.

هغې زیاته کړه، چې په بروکسل کې یې له یو شمېر وزیرانو سره د سوریي پر کړکېچ خبرې کړي دي:

"ما له څو وزیرانو سره د بندیزونو د سختولو په اړتیا او همدارنګه د سوریې پر ریژیم او پر هغو چې د دې رژیم ملاتړ کوي د فشار د زیاتولو په ضرورت خبرې وکړې.

موږ به د دې کړکېچ د سیاسي هواري لپاره خپلو فشارونو ته دوام ورکړو."


هیلري کلینټن په دې اړه له ځواب ورکولو چې ایا د سعودي عربستان او قطر په شمول ځینې هېوادونه په سوریه کې مخالفانو ته وسلې ورکړي له څه ویلو ډډه وکړه، خو ویي ویل چې د امریکا متحده ایالات د بشارالاسد مخالفانو ته وسلې او مهمات نه ورکوي:

"د امریکا متحده ایالات دوي ته وسلې نه برابروي، خو لکه ما چې مخکې ویلي د امریکا متحده ایالات د سوریې د حکومت مخالفینو ته د ارتباطاتو، لوجیستیک او نورو برخو کې ملاتړ برابروي او موږ به په دې برخه کې هر څه چې مو له لاسه پوره وي د حکومت مخالفو ته به یې وکړو."

د چارشنبې په ورځ تردې مخکې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید معلم د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکې مون هغه وړاندیز رد کړ، چې غواړي په سوریه کې د نړېوالو څارونکېو شمیر زیات کړي .

نوموړي زیاته کړه، دوه سوه پنځوس تنه کافي او منطقي شمیر دی چې دده په هیواد کې د اوربند څارنه وکړي.

ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ به فرانسه د سوریې په اړه د یوې غونډې کوربه وي او په کې به د هیلري کلینټن په ګډون د ۱۴ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران برخه ولري . پاریس وايي دوی به په دې غونډه کې بشارالاسد ته یو قوي پیغام واستوي.
XS
SM
MD
LG