د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

افغان ځواکونه د سخت دریځو د ځپلو توان لري


د امريکا د دفاع وزيرپه بروکسل کې د ناټو د پرونۍ غونډې په پاى کې يوه کنفرانس ته د خبرو پر مهال د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا وستايله او ويې ويل، دغه ځواکونه په يوازې سر کولاى شي سخت دريځي وسلوال مات کړي.

ليون پنيتا وويل، په کابل کې د تېرې اوونۍ پېښو وښوده چې افغان امنيتي ځواکونه د نړېوالو ځواکونو له خوا ښه روزل شوي او دا توان لري چې سخت دريځي وسلوال وځپي.

پنيتا په عين حال کې بلې مسئلې ته هم اشاره وکړه، هغه په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو مړو ته د امريکايي ځواکونو له خوا د شوي سپکاوي له کبله بخښنه وغوښته او ويې ويل په جګړه کې دغه ډول ناوړه کارونه کېږي:

̋دغه مسئله بشپړې څېړنې ته اړتيا لري، څومره چې زه پوهېږم څېړنې پيل شوې دي. دا کار که هرچا کړى وي، موږ به يې په وړاندې لازم اقدامات وکړو. که چېرې نتيجې څرګنده کړه، چې سرغړونه شوې ده، د دې عمل هر مسوول کس به ځواب ويونکى وي̋

غونډې ته په خبرو کې د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا ته وويل، دوي څرګند پيغام او ماموريت لري، هغه دا چې د افغانستان ماموريت ښه پرمخ ځي او افغانستان به هېڅکله د تروريستانو په ځاله بدل نه شي.

ده وويل ښايي ځينې ګواښونه به وي، خو ګواښونه بايد د دوى ستراتيژي زيانمنه نه کړي.

د امريکا د دفاع وزير د ولسمشر کرزي د هغې غوښتنې په اړه چې افغان امنيتي ځواکونو ته دې د کاله دوه مليارده ډالره ورکړل شي، وويل، دى او يا هليري کلنټن په دې اړه څه نه شي ويلاى بلکې د امريکا کانګرس به په دې اړه تصميم نيسي.

د ناټو د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو د لومړۍ غونډې په پاى کې له پنيتا سره يوځاى د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هليري کلنټن هم خبرې وکړې، هغې وويل د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې يې له زياتو هېوادونو د افغانستان لپاره د مرستې ژمنې واخيستې:

̋نن له افغانانو څخه د ملاتړ لپاره ناټو يوځل بيا زموږ پر تعهد ټينګار وکړ، چې د امن او ثبات دفاع وکړو، څو د تېرې لسيزې لاسته راوړنې خوندي او د افغانستان له خاورې دباندې د تل لپاره د القاعده او نورو سخت دريځو ډلو د راتګ مخنيوى وکړو̋

ټاکل شوې نن هم د ناټو په غونډه کې د هغو هېوادونو چارواکې چې د افغانستان په مسئله کې دخيل دي، خو په ناټو کې غړيتوب نه لري، د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG