د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

ولسي جرګې له ایټالیا او هند سره د ستراتیژیکو اړیکو تړون تصویب کړ


له هند او ایټالیا سره د ستراتيژیکو اړیکو سندونه که څه هم د افغان ولسمشر او د یادو هېوادونو د مشرانو ترمنځ تیر کال لاسلیک شوي وو، خو د ولسي جرګې له خوا د هغو تایید ضروري بلل کېدل.

له هند او ایټالیا سره د همکاریو دا سندونه څه باندې یوه میاشت مخکې ولسي جرګې ته سپارل شوی وو، چې تر اوسه پورې د جرګې د اتلسګونو کمسیونونو له خوا پرې بحث روان وو.

د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې درې واړه سندونه د رایو په اکثریت تصویب کړل او د جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي په دې اړه خپله پریکړه داسې واوروله:

«د افغانستان او ایټالیا ترمنځ موافقنامه چې له مخې یي د هېواد د غربي ولایتونو د کرنې او کلیو د پراختیا له پروژو سره مرستې کېږي، رایي ګیري ته وړاندې کوو، موافق دی شین او مخالف دی سور کارډ پورته کړي سندونه د رایو په اکثریت تصویب شول.»

ولسي جرګه د افغانستان او له دغو دوو هېوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو سندونه په داسې حال کې تصویبوي چې، تیر کال له فرانسې او بریتانیي سره هم د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه لاسلیک شوی.

خو د جرګې اداري پلاوي وایي، چې دوي ته له دغو هېوادونو سره لاسلیک شوي سندونه نه دي استول شوي.

په دې ورځ د افغانستان له لارې، پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې تړون هم له یو لړ بحثونو وروسته د رایو په اکثریت تصویب شو.

افغان چارواکي وایي، دی سندونو د ولسي جرګې تصویب واخیست او حکومت کولای شي، په دی برخه کې خپل فعالیتونه ګړندي کړي.

په هکله یي د جمهورريیس یوه ویاند سیامک هروي ازادۍ رادیو ته وویل:

« دا سندونه چې، د ملي شورا د تایید وړ وګرځیدل، د اجرا وړ شول، اوس حکومت کولای شي، چې د پراختیا لپاره فعالیت پیل کړي، دا سندونه کولای شي په اقتصادي، سوداګریزو، امنیتي او داسې نورو چارو له هېواد سره مرسته وکړي، دا به هېواد ته ډیرې اقتصادي ګټې ورسوي.»

له ایتالیا سره په سند کې ژمنه شوې چې، ایتالیا به د افغانستان په شپږو لویدیځو ولایتونو کې د کرنې د پراختیایي پروژو په چارو څه باندې شپږسوه میلیونه یورو ولګوي او له ترکمنستان څخه د ګازو د نل لیکې د پلي کېدو له امله به هېواد ته هر کال د سلګونو میلیونو دالر ګټه ورسیږی.

په پام کې ده چی دافغانستان او امریکا ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو یو تړون هم لاسلیک شی.

خو ددې سند په اړه یوه اندیښنه داده، چې ممکن ولسي جرګه له هغې سره ورته چلند ونکړي او ددې اساسي علت دا ښودلې کېږي، چې ایران پدې برخه کې زیاتې هلې ځلې کوي.

راپور: خان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG