د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

د نیویارک په میټرو کې د بم ایښودنې په پیښه کې یو بل هم ښکیل شو


د نيويارک ښار په ميټرو کې د بمب ايښودنې په قضيه کې د سې شنبې په ورځ يو بل کس چې په دې پيښه کې يې لاس درلود د خپل يو همصنفي پر ضد شهادت ورکړ.

د جرمني د خبري اژانس ډي پي اې د راپور له مخې نجيب الله ځاځي چې اوس په امريکا کې ژوند کوي محکمې ته وويل، چې څرنګه ده او د ده ملګري اديث ميدونجينين په ۲۰۰۸ کال کې د نيورياک ښار د جومات په انګړ کې يو له بله سره ژمنه وکړه، چې د هغو طالبانو سره چې د غير مسلمانانو پر ضد جګړه کوي يو ځای شي.

ځاځي د سه شنبې په ورځ د بروک لين ښار په فډرالي محکمه کې دغه څرګندوني وکړې.

ميدونجينين په دې تورن دی چې، د ځاځي او زرين احمدزي سره يوځای چې دی هم يو افغاني وال اصله امريکايي دی او په نيويارک کې ټکسي چلوي په ۲۰۰۹ کال د دې ښار په ميترو يا تر مځکې لاندې ريل ګاډي تم ځای کې د ځان وژنې حملې تر سره کړي، خو امنيتي کسانو څو ورځې مخکې له د دغو حملو مخنيوي وکړ.

په همدې وخت کې پر نيويارک او واشينګټن باندې د ۲۰۰۱ میلادي کال د ټروريستي حملو اتمه کليزه لمنانځل کېدله.

د ښاغلي ځاځي په وينا دغه درې کسان د روزنې لپاره د پاکستان د وزيرستان يو تروريستي کمپ ته هم تللي وو. هلته دوي د راکېټونو د فايرکولو، د ماشينداروو، بمونو او توپنکچو داستعمال روزنه تر لاسه کړې وه.

هغه اعتراف وکړ، چې په پاکستان کې د القاعده د شبکې يو لوړ پوړي غړي چې دده په وينا حماد نوميده دوي ته سپارښتنه وکړه چې په امريکا کې لوي فدايي عمليات تر سره کړي.

ځاځي او احمدزي دواړه په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د دوو مختليفو محکمو له خوا مجريم وګڼل شول.

۲۷ کلن ميدونجينين چې بوزنيا کې زيږدلی او اوس د امريکا تابعت لري ټينګار کوي، چې دی مجريم نه دی. هغه په ۲۰۱۰ میلادي کال په داسې حال کې چې پوليس د ده د موټر په تعقيب کې ؤ ونيول شو.

ښاغلي ځاځي په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې هغه څرنګه د مسلمانانو د هغو مشرانو د خبرو تر تاثير لاندې راغی چې په افغانستان کې د امريکايانو د مداخلې مخاليف و،ځاځي زياته کړه:
“هغه وخت ما فکر کاوو چې د سپتمبر د يولسمې تروريستي حملې په پيښه کې په خپله امريکايان ښکېل وو”.

۲۷ کلن احمدزي چې له افغانستان څخه امريکا ته مهاجر شوي دی د دوشنبې په ورځ په محکمه کې وويل:

"دوي په پام کې درلودل چې د نيويارک په ميټرو کې انتحاري حملې يا سهار وختي او يا هم ماسپښين چې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وي تر سره کړي. ځکه دوي غوښتل چې د دې حملو په نتيجه کې زيات کسان ووژل شي او يا تاوان ور ورسول شي".
XS
SM
MD
LG