د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

په سوریه کې ګمارل شوي ۲۵۰ څارونکي کافي نه دي


د ملګرو ملتونو عمومی منشي بانکي مون
د ملګرو ملتونو عمومی منشي بانکي مون
د ملګرو ملتونو عمومی منشي بانکي مون وايي، د هغو نړېوالو څارونکو په شمېر کې باید زیاتوالی راشي چې په سوریه کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو یاغیانو ترمنځ د نازک اوربند د څارنې مسولیت لري.

نوموړي وویل، هغو جګړو ته په پام سره چې د اوربند له ټینګیدو سره سره په ځینو سیمو کی روانې دي، د ملګرو ملتونو له خوا اوسني ګمارل شوي ۲۵۰ څارونکي کافي نه دي.

بانکي مون په لوکسامبورګ کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

"په دې اړه چې ایا د ملګروملتونو دونیم سوه څارونکي به کافي وي؟ اکثره پوښتنې کیږي.

فکرکوم چې اوسني حالت او د دې هېواد پراخوالي ته پام سره به دا کافي نه وي."


بانکي مون زیاته کړه، ملګري ملتونه له اروپایي اتحادیې څخه غواړي چې په سوریه کې د اوربند د څارنې لپاره چې له ټینګیدو یې اوه ورځې وځي، د الوتکو او هیلیکوپترو مرسته وکړي.

خو دا لا نه ده څرګنده چې د سورېې ولسمشر به د خپل هیواد پر فضا بهرنیو الوتکو او نورو څارونکو ته اجازه ورکړي او کنه؟

په عین حال کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم په پیکنګ کې دی.
د چین د بهرنیو چارووزارت په یوه بیان کی د المعلم له قوله ویلي چې وایي، سوریه به د ملګروملتونو او د عربي اتحادیې د ګډ استازي کوفي عنان د سولې د شپږ فقره یي پلان درناوی وکړي او هغه به عملي کړي.

د ملګروملتونو څارونکوله ناکراره ښار حمص څخه خبر ورکوي چې د سه شنبه په ورځ د نښه ویشتونکو په ډزو کې شپږ ملکیان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG