د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

"د حزب اسلامي خبرې به د سولې پر پروسې مثبت اغیز وکړي"


د سولې عالي شورا د حزب اسلامي له پلاوي سره تر خبرو وروسته هیله څرګندوي، چې په راتلونکې کې د دواړو لوریو ترمنځ دا ډول خبرې به د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ نور نږدې والې هم رامنځ ته کړي.

حزب اسلامي د افغان دولت دویمه ستره مخالفه ډله ده، چې د دولت او بهرنیو ځواکونو په وړاندې جنګیږي، خو په هیواد کې د روان بحران د پای ته رسولو لپاره یوه طرحه هم لري، چې د سولې عالي شورا ته یی سپارلې ده.

ددې شورا منشي امین الدین مظفري د سه شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې اوس هم د دواړو خواو ترمنځ په وړو مسایلو اختلاف موجود دې او هیله یی څرګنده کړه، چې د دواړو خواو د طرحو له مطالعې وروسته به حل شي:

(که موږ حزب اسلامي سره موافقې ته ورسیږو نو یقیني ده چې د سولې پر پروسې مثبت اغیز کوي.)

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، په اساسي قانون او انتخاباتو قانون کې ځینو تعدیلاتو راوستل هغه موارد دي، چې د حزب اسلامي په طرحه کې موجود دي.

د حزب اسلامي دا پنځه کسیزه پلاوې، چې مشري یی د ښاغلي حکمتیار زوم ډاکټر غیرت بهیر کوي د روانې اونۍ په سر کې د سولې د عالي شورا په بلنه کابل ته راغلې وو.

دغه پلاوي په کابل کې د سولې د عالي شورا له ځینو غړو سربیره ددې شورا له نوي رئیس، صلاح الدین رباني، ولسمشر کرزي او په کابل کې د امریکا له سفیر سره هم ولیدل.

دې پلاوي په کابل کې له افغان دولت سره له رسمي خبرو وروسته د سولې له عالي شورا سره یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه، چې د موجوده ستونزو په سیاسي حل تاکید شوې دې.

په ورته وخت کې د سیاسي چارواکو کتونکې احمد سعیدي که څه هم په افغان دولت انتقاد کوي، چې د سولې لپاره کومه ځانګړې طرحه نلري، خو دا خبرې یی ګټور وبللې:

(افغان حکومت د سولې په پروسه کې کومه طرح نه لري.)

له حزب اسلامي سره د سولې دا خبرې پداسې حال کې موثرې بلل کیږي، چې د افغان حکومت اصلي مخالفه ډله طالبان بیا له دولت سره لا هم خبرو ته حاضره نده.

پداسې حال کې، چې د حزب اسلامي پلاوې په کابل کې د سولې په خبرو بوخت وو، وسله والو طالبانو په کابل او دریو نورو ولایتونو کې په یو وخت په ځینو ځانګړو اهدافو حملې هم وکړې.

طالبانو اوس اوس له امریکا سره هم د خبرو بهیر، چې په قطر کې پیل شوې وو له دې کبله ځنډولې، چې ددوی په وینا امریکا د سولې لپاره کومه طرحه نلري.
XS
SM
MD
LG