د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

«طالبه وروره تا د خلکو د ازادۍ او خپلواکي لپاره کار ونه کړ»


«طالبه وروره تا د خلکو د ازادۍ او خپلواکي لپاره کار ونه کړ»
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:02 0:00

افغان ولسمشر په کابل او دریو نورو ولایتونو کې وروستۍ ډله ایزې حملې د بهرنیو توطعه وبلله، چې هدف یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام لپاره د پلمو جوړول دي. ښاغلي کرزي، چې نن یې د محمود طرزي د زوکړې ۱۵۰ کلیزې په مناسبت په جوړ شوي یو نړیوال سمینار ته وینا کوله دا و نه ویل، چې دا د کومو بهرنیو کړیو له خوا پلان شوې وه. ″نو طالبه وروره دا اقدام، چې ستا په نوم وشو، هر بهرني، چې وکړ او یا تا خپله وکړ، اسلام او مسلمانانو ته دې څه فایده ورسوله؟ په دواړو خواو کې دې افغانان ووژل. سپین ږیري دې جومات ته پرې نښودل، څو لمونځ وکړي، نو اسلام ته دې خیر و نه رسید. خلص دا، چې تا د خلکو د ازادۍ او خپلواکي لپاره کار ونه کړ، بلکې په هیواد کې دې د بهرنیو ځواکونو د حضور لپاره کار وکړ.″ دا ډله ییزې حملې وړمه ورځ په کابل، لوګر، پکتیا او ننګرهار کې په یو مهال وشوې

XS
SM
MD
LG