د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

د ناټو په غونډه کې پر افغانستان خبرې کېږي


سبا چهارشنبه د بلجيم په مرکز بروکسل کې د ناټو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو غونډه پيلېږي، چې تر پنج شنبې پورې به روانه وي.

افغانستان به د دوى د خبرو د اجنډا په سر کې وي. په غونډه کې به افغان چارواکي د ناټو د غړو هېوادونو له استازو سره وګوري.

د ناټو د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو په کچه دا غونډه د بلجيم په پايتخت بروکسل کې جوړېږي، چې مشري به يې د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن کوي. افغانستان به د غونډې د اجنډا په سر کې وي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول او دفاع وز ستر جنرال عبدالرحيم وردک به هم په دې غونډه کې ګډون لري.

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تدريجي وتل، افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو سپارل، د افغان ځواکونو روزنه، د دولت له وسلوالو مخالفانو سره د روغې جوړې د پروسې پرمختګ او د افغانستان نور اړوند مسايل به په غونډه کې څېړل کېږي. په دې غونډه کې به د افغان ځواکونو پر کمېدو هم خبرې وشي. يوه افغان ډيپلومات چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ازادۍ راډيو ته وويل، افغان چارواکي به په دې اړه له خپلو اروپايي شريکانو سره خبرې وکړي.

د دې تر څنګ به په غونډه کې د شيکاګو د کنفرانس پر تياريو هم خبرې وشي، د ناټو دغه پنځه ويشتمه سرمشريزه د مې پر شلمه او يوويشتمه د امريکا په شيکاګو ايالت کې جوړېږي چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما به يې کوربه وي.

د شيکاګو په کنفرانس کې به د لېزبون د کنفرانس پرېکړې او ژمنې تازه کېږي، د افغانستان په اړه د پرتګال په پلازمېنه لېزبون کې دوه ورځنى کنفرانس د ٢٠١٠م کال په نومبر مياشت کې جوړ شوى و.

د سبا ورځې په غونډه کې د نورو عمده مسايلو تر څنګ افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو پر سپارلو په داسې حال کې خبرې کېږي، چې د دې تړون ځينو غړو هېوادونو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ژر ايستلو پرېکړه کړې ده، اسټراليا همدا نن وويل چې له افغانستانه تر ټاکلي مهالوېش يو کال مخکې خپل ځواکونه باسي.

د يکشنبې په ورځ په کابل او څو نورو ولايتونو کې ډله ييزو حملو د ناټو غړو هېوادونو ته ځينې پوښتنې او اندېښنې پيدا کړي، چې ښايي افغان ځواکونه بيا هم د دوى ملاتړ او مرستو ته اړتيا لري. په کابل کې دغه حملې اتلس ساعته روانې وې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي تر بريدونه وروسته په پاکستان کې دېره حقاني شبکه په دغو بريدونو کې په لاس لرلو تورنه کړه. په ځينو راپورونو کې ويل شوي که چېرې رښتيا هم ثابته شي چې پر کابل وروستي بريدونه د حقاني شبکې له خوا شوي، ښايي دا مسئله د امريکا او پاکستان اړيکې، چې د رغېدو په حال کې وې، زيانمنې کړي.

په طالبانو پورې تړلې دې شبکې د تېرکال په سپټمبر میاشت کې هم په کابل کې د امریکا پر سفارت او د ناټو پر مرکزي قومندانۍ ورته بریدونه کړي وو. هماغه مهال امریکايي چارواکو د پاکستان استخباراتي اداره له حقاني شبکې سره په کومک تورنه کړې وه.
XS
SM
MD
LG