د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

کارپوهان: وسله وال طالبان د استخباراتي کړيو ملاتړ لري


وسله والو طالبانو دا ځل په کابل ښار کې تر ډیره پرهغو سیمو حملې وکړې چې له ډپلوماتیکې او پوځي پلوه ډیرې مهمې او حساسې دي.

ځان وژونکي حمله کوونکي په شیرپور، پکتیا کوټ او ملي شورا ته څیرمه هغو ودانیو ته په ډله ایزه توګه ننوتل، چې وتوانیدل پربېلابېلو سفارتونو، پوځي مرکزونو او د ملي شورا پرانګړ بریدونه وکړي.

د پوځي چارو کارپوهان هم وایي، چې وسله والو طالبانو له دې ډله ایزو حملو سره دا وښوده، چې دوي کولای شي هر وخت په هره سیمه دا ډول مهم اهداف په نښه، امن لرونکې سیمې نا امنې او په ملي او نړېواله سطح ځانونه مطرح کړي.

د امنیتی چارو کارپوه جنرال هلال الدین هلال هم ورته نظر لري او وایي، چې وسله وال طالبان د یوې داسې استخباراتي کړۍ له ملاتړ څخه برخمن دي چې په افغانستان کې پراخ نفوذ لري:

"طالبان لا هم په افغانستان کې د یوې پیاوړې او مجربې استخباراتي کړۍ له ملاتړ څخه برخمن دي، داسې استخبارات چې د افغانستان په جغرافیه او ان دولتي ارګانونو کې نفوذ لري.

له همدې ظرفیت او ملاتړڅخه وسله وال طالبان کولای شي ښه پلانونه طرح او د دې هیواد په دننه کې یې په ښه ډول عملي کړي."


ده وویل، له دې حملو نه دا هم معلومه شوه چې لا هم د افغانستان امنیتي او استخباراتي کړۍ لازم مدیریت او کشفي توان نه لري، چې پر وخت عمل وکړي او د داسې پیښو مخه ونیسي.

وسله والو طالبانو په دې ډله ایزو حملو کې په کابل ښار کې د ایتلافي ځواکونو د قومندې پر مرکز، د امریکا، بریتانیې، جرمني او جاپان پر سفارتونو، پر ملي شورا، د روسیې پر سفارت،د ملي اردو د روزنې پر مرکز او ځینو نورو سیمو حملې وکړې خو ویل شوي، چې په دې مهمو ځایونو کې چاه ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

پر کابل ښار سربیره وسله والو طالبانو د لوګر په مرکز پل علم، د پکتیا په مرکز ګردیز او جلال اباد ښار ته ور څیرمه هم ډله ایزې حملې وکړې، په کابل ښار او دریو واړو ولایتونو کې دا حملې په یوه وخت او یو ډول ترسره شوې.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وایی چې د دې ډله ایزو حملوترشاه د حقانې شبکې لاس وو او یوه نیول شوي حمله کوونکي منلي چې دوی په پاکستان کې روزنه ترلاسه کړیده.

په دې لړکې یوه بله اندیښنه چې پیدا شوې هغه دا ده چې طالبان څنګه کولای شي چې له ټولو امنیتی تدابیرو سره سره چې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي، دا ډول ډله ایزې حملې په یوه وخت پلان او ترسره کړي.

دې پوښتنې ته د پوځي چارو کارپوه جنرال نورالحق علومي ځواب وایي:

" زموږ د امنیتي ځواکونو په لیکوکې دښمن لاره موندلې،که داسې نه وي په رڼا ورځ دومره وسلې او مهمات راوړل امکان نه لري.

ځینې عناصربیګانه عناصر د نظام په مینځ کې موجود دي چې همکاري کوي همدا علت دی چې دا ډول پیښې رامنځ ته کیږي".


جنرال علومي څرګنده کړه چې اوس هم په پاکستان کې د وسله والو مخالفانو د روزنې او تجهیزمرکزونه شته او هلته دوی کولای شي چې پلانونه طرح او په افغانستان کې یې عملي کړي.

جنرال علومي او جنرال هلال وړاندیز کوي چې باید د افغانستان امنیتی ځواکونه په ځانګړي توګه د ملي امنیت اداره د شمیر او کیفیت له پلوه پیاوړې ترڅو وتوانیږي د دې دول حملو مخه ونیسي.

دغه راز دوی ټینګار کوي چې د دې ډول حملو د مخنیوي لپاره په دولتي ادارو په ځانګړي توګه په امنیتی څانګو کې پراخو اصلاحاتو ته هم اړتیا شته اوباید د امنیتی ځواکونو لیکې د وسله والو مخالفانو د موجودیت له پلوه په ښه ډول او خلاص مټ فلتراو تصفیه شي.
XS
SM
MD
LG