د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

"په تازه نښتو کې ۴۷تنه وژل شوي او ۶۵ نور ژوبل دي"


د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي
د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي
د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ په تیرو کابو 20 ساعتونو جګړه کې، چې په کابل او درو نورو ولایتونو کې وشوه، 47 تنه وژل شوي او 65 نور ژوبل دي.

د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي چې د دوشنبې په سهار یې په کابل کې د افغان ځواکونو له عملیاتو وروسته خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، چې په وژل شوو کې 36 تنه وسله وال مخالفین، 8 تنه افغان امنیتي سرتیري او درې ولسي خلک دي.

ښاغلي محمدي وویل، چې د دغو عملیاتو او جګړې د اوږدېدو لامل دا وو، چې د افغان ځواکونو او ولسي خلکو له ډیري مرګ ژوبلې مخنیوی وشي:

“په ډیر احتیاط مو عمل وکړ، همدارنګه ټوله شپه جنګ روان وو او بیا هم ټینګار کوم چې دلیل یې زموږ احتیاطي عمل وو، چې له یوې خوا زموږ ځواکونو ته زیان ونه رسیږي او بل خوا ولسي خلک چې په هغه ځای کې وه، چې هغوي ته تاوان ونه رسیږي، له نیکمرغه چې د کابل په لویدیځ کې ټول عام خلک څو دیرش تنه چې وه را ومو ایستل.”

د افغان دولت وسله والو مخالفینو د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته په کابل، ننګرهار، لوګر او پکتیا ولایتونو کې پر یوه وخت له افغان ځواکونو سره جګړه پیل کړه، چې له دې جملې درې سیمي په کابل او څلور نورې سیمي په بېلابېلو ولایتونو کې وې.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې وسله والو مخالفینو دا ځل هم د ښځو له چادریو کار اخیستی وو.

د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محمدي وویل، چې د وسله والو مخالفینو یو کس یې ژوندی نیولی او هغه په لومړنیو تحقیقاتو کې منلې، چې له سرحده دباندې د حقاني په ډله اړه لري:

“ ټول 36 تنه ترهګر وه، چې په دغو ځایونو کې شریک وه او د ټولو جسدونه په همدې ځایونو کې چې حملې یې کړي وې پاته دي او یو تن مو په جلال اباد کې ژوندی نیولی، هغه منلې چې له سرحدونو دباندې راغلی، هلته روزل شوی وو او هلته تجهیز شوی وو.

هغه ځان د حقاني له یوې ډلې څخه بولي او هیله ده چې نور معلومات یې هم د رسنیو له لارې خپاره کړو.”


خو وسله والو طالبانو بیا د دغو ټولو وسله والو حملو مسئولیت منلی او ادعا یې کړې، چې دا یې د پسرلنیو عملیاتو پیل دی.

تر دې مخکې هم په کابل او نورو ولایتونو کې ورته حملې شوي وې، چې د افغان سرتیرو ترڅنګ په کې ولسي خلکو ته هم ډیر زیان رسېدلی وو.

خو د چارو پوهان وايي، دا ځل حملې تر پخوانیو منظمي او پراخي وې، مګر ولسي خلکو او افغان سرتیرو ته لږ مرګ ژوبله پیښه شوه.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG