د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

امريکا: د افغانستان وروستي بريدونه زموږ ستراتيژي نه اغېزمنوي


پر کابل او ځينو نورو ولايتونو د سخت دريځو وسلوالو تر وروستۍ حملې وروسته امريکايي چارواکو ټينګار وکړ، چې د حملو زياتېدل به د افغانستان لپاره د امريکا پر ستراتيژۍ اغېز ونه کړي. دوى ټينګار کوي، چې افغان ځواکونه د وسلوالو د مبارزې توان لري.

امريکايي چارواکي وايي د کابل او ځينو نورو ولايتونو په وروستيو بريدونو کې لږ تلفات او د سخت دريځو وسلوالو په وړاندې د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو وړتيا، يو اساسي حقيقت په ډاګه کوي، هغه دا چې د اوباما اداره د افغانستان له جګړې د خپلو ځواکونو د تدريجي ايستلو لپاره کوم بدل بديل نه لري، هغه جګړه چې تر يوې لسيزې زياته موده يې بشري او مالي بوج خورا ګران تمام شوى.

د امريکا د ولسمشر بارک اوباما يو سلاکار چې نوم يې نه دى اخيستل شوى او په نومبر مياشت کې د جمهوري رياست د انتخاباتو پر مهال به د اوباما لپاره کمپاين کوي، رويټرز اژانس ته ويلي، د جګړې په ډګر کې سخته بريا په يوازې سر د افغانستان د باثباته راتلونکي تضمين نه شي کولاى.

بله خوا د دغو بريدونو په اړه د امريکا يوه دفاعي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط اژانس ته وويل: “دغه حملې زموږ پر ستراتيژۍ اغېز نه کوي، ځکه دا عملياتي او يا ستراتيژيکې برياوې نه دي”

دغه چارواکي زياته کړه، د وسلوالو طالبانو وروستۍ حملې د ناټو پر هغه مهالوېش کوم تاثير نه لري، چې د لېزبون په کنفرانس کې ورباندې توافق شوى و. د دې چارواکي اشاره هغه پلان ته وه، چې د ٢٠١٤م کال تر پايه پورې به د ناټو غړي هېوادونه له افغانستان څخه خپل اکثريت جنګي ځواکونه وباسي.

رويټرز اژانس زياتوي، وروستي بريدونه به د مې په نيمايي کې د شيکاګو کنفرانس په درشل کې د امريکا ستراتيژي بدله نه کړي، د امريکا ولسمشر بارک اوباما به د کنفرانس کوربه وي او چې تمه کېږى د ناټو نور مشران به هم له افغانستان څخه د لوېديځو ځواکونو د وتلو په څرګنده دفاع وکړي.

د اوسني پلان له مخې اوباما په پام کې لري خپل ٣٣ زره اضافي جنګي پوځيان چې په ٢٠٠٩م کال کې افغانستان ته لېږل شوي وو، وباسي، شا و خوا ٦٨ زره امريکايي سرتېري به په افغانستان کې پاتې وي، چې د دوى اکثريت به هم په تدريجي ډول کال وروسته خپل کورونو ته ستانه شي.

د کابل پر بريدونو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم يوه مقاله خپره کړې، په يوه برخه کې يې راغلي:

په کابل کې وروستيو بريدونو ته په پام سره وسلوالو طالبانو په خپله اعلاميه کې وويل، چې دا يو پيغام دى او هغه دا چې زموږ پسرلني عمليات پيل شول. خو په کابل کې د امريکا سفير راين کراکر بيا له سي، اين، اين ټلويزيون سره په مرکه کې وويل:

”طالبان د اعلاميو په خپرولو کې ډېر ښه دي، خو په عملي جګړه کې نه”

ده وويل چې په وسلوالو طالبانو پورې تړلې حقاني ډلې به ښايي د پاکستان په لوېديځ کې له خپلو خوندي مرکزونو دغه بريد پلان کړى وي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الين په يوه بيان کې ويلي، افغان ځواکونه سم دلاسه د جګړې په صحنه کې حاضر شول، چې په ښه ډول رهبري او ښه تنظيم شوي وو. دوى خپلې هڅې سره شريکې کړې او د خپلو هېوادوالو په ساتنه کې يې مرسته وکړه.

تاسو به د دغو بريدونو په اړه شېبه شېبه د حملو له ځايه د ازادۍ راډيو د خبريالانو راپورونه اورېدلي وي چې تاسو ته يې تازه معلومات درکول.
XS
SM
MD
LG