د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

له انډونیزیا سره د لادرکه شویو افغان کډوالو په اړه اړېکې نیول شوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د انډونیزیا له چارواکو سره یې اړیکې نیولې ترڅو معلومه کړی، هغه افغانان چې غوښتل یې، د دې هېواد د سمندرله لارې اسټرالیا ته لاړ شی، اوسمهال چېرې دي؟ د انډونیزیا چارواکي وایي، هغه ورکه کشتۍ یې «تشه» موندلې چې په لسګونه افغانان په کې سپاره او استرالیا ته تلل.

د افغانستان د بهرنیو چارووزارت د انډونیزیا له چارواکو سره اړیکې نیولې څو د هغو لسګونو افغانانو د مرګ او ژوند په هکله معلومات ترلاسه کړې چې، تېره اوونۍ د انډونیزیا په سمندر کې، لادرکه شوي دي.

د انډونیزیا په سمندر کې هغه کشتۍ تشه موندل شوې، چې ویل کېږي، په لسګونو افغانان په کې سپاره او غوښتل یې چې له دې لارې اسټرالیا ته ځانونه ورسوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په انډونیزیا کې یې افغان سفېر ته دنده ورکړې څو پیښه له انډونیزیایي چارواکوسره شریکه اوپه هکله یې معلومات ترلاسه کړي. موسی زي وویل:

″موږ په جاکارتا کې له خپل سفیراو له انډونیزیایي چارواکو سره په تماس کې یو، چې، د کشتۍ د پیښې او افغانانو په هکله معلومات راکړي، خو دا ویلي شو چې کشتۍ ډوبه شوې نه ده.″

تیره اوونۍ خبر خپور شو، چې، هغه کشتۍ چې د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې په لسګونو افغانان سپاره، او د سمندر له لارې په غیرقانوني توګه د اسټرالیا د سواحلو په لور روانه وه، له سمندري توپان سره مخ شوې او ډوبه شوې ده.

دغه هیبتناک خبر افغانان او افغان حکومت اندیښمن کړل.

خو د بهرنیو چارووزارت چارواکي وایي، د دوی د بیا بیا ټینګار او د انډونیزیا د هڅو په نتیجه کې، کشتۍ وموندل شوه خو سپرلۍ په کې نه وې.

دا لومړی ځل نه دی، چې بهر ته د افغانانو د تګ په دوران کې، د دوی د مرګ، ژوبلې، وژل کېدو، ډوبیدو او ترې تم کېدو خبرونه، خپریږي، بلکې له دې مخکې هم، بهرته پر قاچاقي لارو تلونکې افغانان له ورته پیښو سره مخ شوي چې تراوسه هم د لسګونو د مرګ او ژوند په هکله معلومات نه دي ترلاسه شوی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي بهر تګ ته د افغانانو هڅه، په هیواد کې د کار نشتوالی ګڼي.

دوی وایي، سره له دې چې د دې وزارت د هڅو په نتیجه کې په لسګونو زرو ځوانانو حرفې زده کړې او کارونه یې موندلي خو دولت او نړیواله ټولنه باید، د کارموندنې امکانات لا پراخ کړي ترڅو ځوانان په هېواد کې د نه په کارونو بوخت او بهرنیو هیوادو ته د تګ هڅه ونه کړي.

د دې وزارت ویاند علي افتخاري ازادي راډیو ته وویل:

″په مجموع کې زموږ هڅه خلکو ته د کار د اسانتیاو موندل دي، د بیکاري ستونزه هغه وخت ورکېدای شي، چې سکتوري وزارتونه په خپلو پروګرامونو کې د بیکاري د ورکولو هڅې وکړي او همدارنګه خصوصي سکتور هم یوازې د خپلو ګټو پام ونه کړی بلکې کارموندلو ته هم پلانونه ترتیب او عملي کړي.″

تیرکال هم د افغان پنا غوښتونکو یوه کشتۍ په اوبو کې ډوبه شوې وه. سربیره پردې په لګسونو افغانان په بندو کانټینرونو، خطرناکو ځنګلونو او لارو کې مړه شوي دي.

خو د دې ستونزو سره سره بیاهم بهر ته د افغانانو هڅه نه ده کمه شوې. کارپوهان وایي، د دې هڅې سبب یوازې بیکاري نه بلکې ناامني هم ده.

دوی وایي، د نړیوالې ټولنې په مرسته د پراخو کاري پروژو رامینځته کول او په سیمه او نورو هیواد ونو کې د قاچاق وړونکو ډلو پیژندل او د دوی د فعالیتونو مخنیوي، هغه لارې دي، چې شته ستونزې له مینځه وړلی شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په هیواد کې د وزرګارو شمیر کابو درې میلیونو ته رسیدلی دی.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG