د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

په کابل ښار باندې ډله ییزې وسله والې حملې شوي


د ملي امنیت د ادارې په وینا د وسله والو مخالفینو د یکشنبې ورځې په ډله ییزو حملو کې یوه یې هم د ولسمشر کرزي د دویم مرستیال د له منځه وړلو لپاره پلان شوې وه، چې شنډه کړای شوې او حمله کوونکي نیول شوي دي.

که څه هم کابل ښاریانو د یکشنبې ورځ له معمول سره سم پیل کړه، خو له ماسپښین څخه وروسته درنو چاودنو او د مشیندارو ډزو د ښار فضا کړکیچنه کړه.

د ملي امنیت د ادارې ویاند لطف اله مشعل ازادۍ راډیو ته وویل، چې وسله والو مخالفینو د دریو ډله ییزو حملو ترڅنګ، چې د ښار په بیلابیلو سیمو کې یې پلان کړې وې، د ولسمشر کرزي د دویم مرستیال کریم خلیلي د وژلو هڅه هم وکړه.

″یو بل ګروپ چې غوښتل یې د جمهور رییس په دویم مرستیال استاد کریم خلیلي باندې انتحاري حمله وکړي، د ملي امنیت د ځواکونو له خوا دغه ګروپ ونیول شو.

په دې ګروپ کې دوه انتحاریان شامل دي، یو کس چې لارښوونکی و هغه هم نیول شوی. له دې ګروپ سره سپکه او درنه وسله وه، دوی غوښتل چې په تهاجمي او انتحاري حملو کې د جمهوری ریاست پر دویم مرستیال باندې حمله وکړي. ″

د مشعل په وینا دوی د زنبق په څلور لاره، د کابل په ختیځ او لویدیځ کې په ملي شورا باندې د وسله والو مخالفینو حملې شنډې کړي او اوس حالات د دوی په کنټرول کې دي.

خو ښاغلي مشعل دا څرګندونې په داسې حال کې کولې، چې لا هم په زنبق څلور لاره او ملي شورا ودانۍ ته څیرمه ډزو دوام درلود.

وسله والو طالبانو هم، چې د دې حملو مسوولیت یې منلی وایي، چې د دوی د جنګیالیو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري او دوی توانیدلي خپل اهداف په نخښه کړي.

له بل لوري په کابل کې د ایساف ځواکونو یو ویاند جنرال ″کارسټن جکوبسن″ هم له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړې، چې وسله والو طالبانو په کابل کې د دوی مرکز، د امریکا، بریتانیې، جرمني سفارتونه او ځینې نورې ادارې تر حملې لاندې راوستلې وې.

له بل لوري په کابل کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له دې حملو سره سم یی خپل فعالیتونه په ټپه درولي، څو خپل کارکوونکي خوندي کړي.

خو دا یوازې کابل نه وو، چې د یکشنبې په ورځ د ډله ایزو حملو شاهد وو، بلکه وسله والو مخالفینو په ورته وخت کې په ګردیز، لوګر او ننګرهار کې هم ځینې اهداف په نښه کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دا حملې تایید کړې.

″یوه پېښه مو د ننګرهار په ولایت کې درلودله، په ننګرهار کې یوه پېښه شوې او بله هم په لوګر کې شوې، چې د دې پېښې جزیات به وروسته تاسو ته وړاندې کړو.″

د روان کال له پیل راهیسې دا په خپل نوعیت کې لومړنۍ ډله ییزې حملې وې، چې وسله والو مخالفینو د هیواد په مرکز او بیلابیلو ولایتونو کې پلان کړې وې.

په کابل کې دا حملې پداسې وخت کې شوي، چې د حزب اسلامي یو پلاوې له افغان حکومت سره د خبرو بوخت دې، دا، چې دا حملې به د سولې لپاره په روانو هڅو څه ډول اغیز وکړي اوس یی په اړه تبصره له وخت نه مخکې بریښي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG