د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

اکبر: د عامه خدمتونو ډیري مرکزونه په فساد ککړ دي


د ایسا د ادارې مرستیال نسیم اکبر
د ایسا د ادارې مرستیال نسیم اکبر
په افغان حکومت باندې د اداري فساد پر ضد په مبارزه کې د ناغیړۍ له کبله د کیدونکو انتقادونو په تعقیب په هیواد کې د پانګونې ملاتړې ادارې هم د فساد پر ضد په روانه مبارزه کې د حکومت هڅې ناکامه بللي.

د دې ادارې چارواکو د یکشنبې په ورځ په هغه غونډه کې چې یو شمېر پانګوالو هم په کې ګډون کړی و، په هیواد کې له اداري فساد سره په جدي مبارزې ټینګار وکړ.

د دې ادارې مرستیال نسیم اکبر خبریالانو ته وویل، چې باید د عامه خدماتو مدیریت داسې یو کس ته ورکړل شي، چې په اداري فساد کې ښکیل نه وي.

″هغه نور عامه خدمتونه چې په افغانستان کې خصوصي سکتور او یا هم ملت ته وړاندې کیږي، کوم یو دا خدمتونه له رشوت څخه خالي دي.

د عامه خدمتونو ډیري مرکزونه په فساد ککړ دي، نو اړتیا ده، چی دا ټول خدمتونه تر یو چت لاندې راشي او وړ، پاک او هیواد ته ژمن کسان یې باید یو شفافه مدیریت وکړي.″

ښاغلي اکبر په دغو عامه خدماتو کې د کار، توریزم، پانګې اچونې، جواز سیر، تذکرې، پاسپورت، سوداګريزو جوازونو او همدا رنګه یو شمېر نورو عامه خدمتونو نومونه واخیستل، چې باید په مدیریت له اداري فساد نه پاک شي.

که څه هم موږ زیاته هڅه وکړه، چې د دې مسالې په اړه د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ادارې نظر راواخلو، خو د دوی په موندلو کې پاتې راغلو.

خو تر دې مخکې د دې ادارې مشر عزیز اله لودین دا تایید کړې وه، چې د کابینې او ملي شورا د غړو په ګډون په اکثره ادارو کې فساد موجود دی.

خو اساسي انتقاد دا دی، چې تراوسه پورې هیڅ یو حکومتي چارواکي او د ملي شورا کوم غړي د فساد په تور نه دی محاکمه شوی.

کتونکي وایي، تر هغو، چې قانون پر ټولو یو ډول پلی نشي او د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره یوه واحده ستراتیژۍ رامنځ ته نه شي دا مبارزه بریالۍ کیدای نه شي او نه به هم کله چارواکي او زورواکي محاکمې ته راښکلې شي.
XS
SM
MD
LG