د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

په دولتي ادارو کې له ښځو سره لاهم له تبعیضه ډک چلند کیږي


د ښځو د چارو وزیره حسن بانو غضنفر
د ښځو د چارو وزیره حسن بانو غضنفر
بې سوادي، بې وزلې او سیمه یيز ناسم دودونه هغه عوامل دي، چې د ملکي خدماتو په برخه کې یې د ښځو پر ونډې ناوړه اغیزه کړې.

د ښځو چارو وزیرې حسن بانو غضنفر د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، که څه هم دوی د ښځو د حقونو د تامین لپاره ډیرې هڅې کوي، خو لاهم په دولتي ادارو کې له ښځو سره له تعصبه ډک چلند کیږي.

میرمن غضنفر وایي دوی هڅه کوي، چې د ښځو پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې کړي.

″د ازاد رقابت له لارې د استخدام پروسه داسې ښکارندویي کوي، چې اکثره نارینه په کې کامیاب دي او ښځې د خپلې خوښې څوکۍ ته نه کامیابیږي.

د ښځو لپاره د استخدام بهیر ستونزې لري، اکثره ښځې له په دې برخه کې له ازموینې ویره لري او د دې لپاره په کې ګډون نه کوي.

دا چې د ملکي خدماتو دېرش سلنه پوستونه نه ډکیږي، عوامل یې دا دي، چې زیاتره ښځې لوړې زده کړې نه لري، نو له همدې امله په مدیریتي پوستونو کې ګډون نشي کولای.″

په دغه دوه ورځینې غونډه کې چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون په نوښت جوړه شوې وه؛ په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي په برخه کې په کې خبرې اوبحثونه کیږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون مشر ډاکټر احمد مشاهد په خپله وینا کې هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې پرتو ستونزو ته اشاره وکړه او د ښارونو په پرتله یې په لیرې پرتو سیمو کې د ښځو ستونزې زیاتې او جدي وبللې.

همدا راز ښاغلي مشاهد وویل، که څه هم ښځو ته په ټولنه کې د مساوي حق د ورکولو لپاره هڅې روانې دي، خو لاهم په ځینو سیمو کې یو شمېر نارینه نه غواړي، چې ښځو ته د اسلام د دین له خوا ورکړل شوي حقوق پر ځای کړي.

په دې دوه ورځینۍ غونډه کې یوشمېر ګډونوالو ښځو بیا انتقاد وکړ او ویې ویل، چې په رسمي غونډو کې تل د ښځو لپاره د مساوي حقوقو د ورکولو خبرې کیږی، خو په عمل کې په دې برخه کې لازم اقدامات نه دي شوي.

دوه تنه ګډون کوونکې ښځې په دې اړه وایي.

″زه نوریه حمیدي یم، د بغلان د ولایتي شورا غړې یم. په دولتي ادارو کې د ښځو رول په ټولیزه توګه سمبولیک دی، په هغو کارونو کې چې دوی اړتیا لري، زموږ له شتون څخه استفاده کوي، خو په سیاسي بحثونو، د ورځې په تودو مسایلو او پریکړو کې لکه څرنګه چې ښایي حق نه ورکوي.″

دا شکایتونه په داسې حال کې کیږي، چې د ښځوچارو وزارت په خبره دمګړۍ اوه څلویښت سلنه ښځې په غیرې دولتي، موسسو، دوه ویشت په مدني ټولنو، یو ویشت په پوهنتونو کې، اته دېرش د پوهنې په سکتور، لس په عدلي او قضایي ارګانونو، څلور ویشت د روغتیاپه برخه کې، نهه په رهبري سطح او پنځه سلنه په امنیتي سکتور کې په دنده بوختې دي.

همدا راز دولس سلنه ښځو په اضطراري لویه جرګه کې، شل د اساسی قانون په لویه جرګه کې څلوېښت د جمهوري ریاست په انتخاباتو او پنځه ویشت سلنه د ولسي جرګې په انتخاباتو ګډون کړي وو.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG