د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

وسله والو د پاکستان له یوه زندانه ۳۸۴ بنديان خوشې کړل


د خیبر پښتونخوا دولتي مقامات وايي تیره شپه ناوخته مهال په سلګونو وسله والو د جنوبي ښار بنو پر مرکزي زندان برید وکړ، چې په نتیجه کې يې په سلګونو تنه بندیان وتښتیدل.

ځايي امنيتي مقامات وايي، برید کوونکي چې پر ډول ډول سپکو او درنو وسلو سمبال وو د مرکزي وره تر ماتولو وروسته زندان ته ننوتل او ټوله سیمه يې تر خپل کنترول لاندې راوسته.

د بنو زندان یوه مسوول زاهد نواز د تلیفون پر لیکه ازادي راډیو ته وویل، چې ددې برید په نتیجه کې ۳۸۴ تنه بندیان تښتیدلي، چې یوشمير مهم او مشکوک کسان هم پکې شامل دي :

(وسله وال پر ډول ډول درنو وسلو سمبال ول ، خو بل پلو ته د زندان امنیتي ځواکونو بیا دغه ډول وسلې نه درلودې، نور کومکي پولیس هم راورسیدل خو دا چې برید کوونکیو پر هغوی هم د راکټونو او نورو درنو وسلو ډزې کولې نو هغوی هم مخکې نشوای راتللی.

په دې زندان کې عدنان رشید هم بندي و، دا هغه کس دی چې پر پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف د برید په تور د مرګ سزا ورته اورول شوې وه.
دا ډیر یو خطرناک کس و، کله چې وسله وال محبس ته راننوتل نو په هغه پسې يې نارې وهلې. او بلاخره يې وموند او له ځانه سره يې بوته. )
زاهد نواز وايي، د برید پر مهال په محبس کې ټول ۹۴۴ بندیان موجود و، چې د وروستیو معلوماتو له مخې د یوشمیر وسله والو طالبانو په ګډون ۳۸۴ تنه يې تښتیدلي.

نوموړی وايي، په تښتیدلیو کې پر پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف د برید په تور نیول شوي عدنان په ګډون یوشمیر هغه بندیان هم شامل دي، چې د قتل، دسړي تښتونې، په تروریستي پيښو کې په لاس درلودو او نورو جرمونو کې ککړ ثابت شوي وو.

بلخوا د صوبايي حکومت د ویاند له دفتره په خپره شوې، اعلامیه کې راغلي، چې د شپې پر شاوخوا یوه نیمه بجه تر دوو سوو زیاتو وسله والو کسانو چې پر سپکو او درنو وسلو سمبال وو د بنو ښار پر مرکزي زندان له څو لوربرید وکړ او د مرکزي وره تر ماتولو وروسته يې د زندان واګې په لاس کې واخیستې.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پولیسو د ځانګړیو عملیاتو په نتیجه کې لس تنه تښتیدلي بندیان بیرته نیول شوي، خو د هویت په باب يې څه نه دي ویل شوي.

یوه ځايي دولتي مقام چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، په وزیرستانونو کې د نا مساعدو حالاتو له وجې د یوشمیر بهرنیو وسله والو جنګیالیو په ګډون ګڼ شمير سخت دریزې وسله وال چې له بیلابیلو سیمو نه نیول شوي په همدې زندان کې ساتل کیدل.

خو دايې ونه ویل چې په دې حمله کې څومره يې په تيښته بریالي شوي.

عاصم محسود چې ځان د پاکستاني طالبانو ویاند بولي، له ناڅرګند ځایه د تلیفون پر لیکه رسنیو ته ویلي، چې دا برید ددوی د جنګیالیو له لوري شوی.

نوموړی ادعا کوي، چې تر دوو سوو زیاتو وسله والو طالبانو چې ډیری يې ځانمرګي برید ګراو په ډول ډول درنو وسلو سمبال وو پر زندان ور ننوتل او هلته کې موجود خپل ټول ملګري او پلویان يې له ځان سره بوتلل.

بنو جنوب لور ته د خیبر پښتونخوا لرې پرته ولسوالي ده چې له شمالي وزیرستان سره ګډې پولې لري.

که څه هم له دې وړاندې هم د پاکستان په بیلابیلو زندانونو کې د بندیانو د مظاهرو او بغاوتونو پيښې رامنځته شوي، خو په دومره ګڼ شمير کې د وسله والو له لوري برید دخپل نوعیت یوه بیسارې پيښه ګڼل کیږي.
XS
SM
MD
LG