د انډونيزیا چارواکي وايي، هغه کشتۍ يې موندلې چې لسګونه افغانان پناه غوښتونکي په کې سپاره وو او غوښتل يې اسټرالیا ته ورسیږي.
په دغې کشتۍ کې سپرو افغانانو تیره چارشنبه له پولیسو او د کډوالو د چارو مسولانو سره په تماس کې ویلي وو؛ چې په کشتۍ کې يې اوبه داخلې شوې او د ډوبیدو په حال کې ده.
د انډونيزیايي د مقاماتو په وینا د جمعې په شپه دوی کشتۍ بالي جزیرې ته نزدې وموندله خو افغان پناه غوښتونکي ترې لا درکه دي.
د انډونيزیا د ژغورنې د چارو مسولان وايي، دوی د لادرکو شوو افغانانو چې ویل شوي، کورنۍ هم په کې دي، د پیدا کولو لپاره عملیات پیل کړي دي.
انډونيزیايي مقاماتو ته بالي جزیرې ته د نزدې ساحلي سیمې اوسیدونکو ویلي، چې پناه غوښتونکي افغانان د ځینو محلي اوسیدونکو له خوا لیدل شوي؛ چې ساحل ته له رسیدو وروسته دغلته ته نزدې ځنګلونو ته تللي دي.
انډونيزیا د افغان او منځني ختیځ د پناه غوښتونکو لپاره چې هڅه کوي د قاچاق وړونکو پواسطه په غیر قانوني ډول اسټرالیا ته لاړ شي غوره سمندري ټرانزیټ لار ګڼل کیږي.
تیره اونۍ د سنګاپور یوې تیل وړونکي کشتۍ هغه ۱۲۰ پناه غوښتونکي، چې زیاتره يې افغانان دي او هڅه يې کوله اسټرالیا ته ورسیږي، له یوې ډوبیدونکي کشتۍ څخه وژغورل.
دغه راز په تیره ډسمبر میاشت کې د افغانستان، ایران او پاکستان شاوخوا دوه سوه اتباع چې هڅه يې کوله په غیر قانوني توګه استرالیا ته لاړ شي، د انډونيزیا د جاوا جزیرې په اوبو کې د کشتۍ د ماتیدو په پیښه کې مړه شول.