د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۲

د ولسمشرۍ ټاکنې باید له اساسي قانون سره سم پر خپل وخت ترسره شي


د ولسي جرګې یوشمېر غړي وایي، د ولسمشرۍ ټاکنو په تصمیم نیولو کې باید برخه واخلي. د شنبې په ورځ د جرګې په غونډه کې یوشمېر غړو وویل، د ټاکنو په لنډمهاله او اوږد مهاله ترسره کېدو کې باید ملي شورا شامله کړای شي. ولسمشر کرزی، له ټاکلې وخت څخه یو کال دمخه د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کېدل رد نه کړل.

د ولسي جرګې اداري هیات ټنیګار کوي، چې د جمهوري ریاست انتخابات باید د اساسي قانون له موادو سره سم په ټاکلي وخت ترسره شي.

ولسي جرګه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې جمهور ريیس په دې وروستیو کې ویلي، چې اوسمهال د انتخاباتو پرمساله غورکوي، چې ایا انتخابات په دوه زره څوارلسم کې ترسره او که یوکال رامخته شي.

د ولسي جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل:

″هرډول انتخابات چې د یو وخت له مخې او د قانون سره سم ترسره کېږي، خلکو ته د اعتبار وړ دی، خلک له دې موضوع نه ګوښه کېږي او په تیره په پارلمان کې د خلکو استازي.″

د ولسي جرګې یوشمېر غړي وایي، د جمهوري ریاست د لنډمهاله او اوږدمهاله انتخاباتو د ترسره کولو موضوع باید، لومړی د جرګې په عمومي غونډه کې مطرح او بیا دې ورته د جرګې غړي تصمیم ونیسي.

جمهورریيس کرزي تیره اوونۍ په کابل کې، یوې خبري ناستې ته وویل، چې تراوسه پورې په دوه زره د یارلسم میلادی کال کې، د جمهوري ریاست د انتخاباتو ترسره کېدو ته کوم تصمیم نه دی نیول شوی.

″له یوه وخت راهیسې پردې مهمه موضوع بحث کوو، د دې لپاره په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې د اجنډا سره سم ټول کارونه نه شو کولی، ایا کولی شو، چې د بهرنیو ځواکونو وتل او د مسوولیتونو لیږد، دوه زره دیارلسم ته انتقال کړو، او یا، دا دواړه مسالې پر ځای پریږدو، چې په دوه زره څوارلسم کې ترسره شي او انتخابات یوکال دمخه وکړو؟

داهغه مسالې دي، چې زه ورباندې فکر کوم او په مشورو یې بوخت یو.″

له دې وړاندې جمهورريٍیس کرزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي وو، چې د رڼو انتخاباتو ترسره کولو ته باید لازمې تیاریانې ونیول شي.

سره له دې چې جمهوررییس کرزي په دوه دیارلسم میلادي کال کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ترسره کېدل نه دي رد کړي، خو د ډاکتر عبداله عبداله په مشري د ملی ایتلاف د ډلی ځینو غړو ویلي، چې جمهوررییس کرزی په پام کې لري، چې د جمهوري ریاست انتخابات یو کال وروسته کړي.

دا اندیښنه شته، چې که چېرې دا انتخابات له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته ترسره شي نو، له امنیتي ستونزو سره به مخ وي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG