د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

صلاح الدین رباني د سولې د عالي شورا مشر شو


صلاح الدین رباني د استاد رباني زوی دی.
صلاح الدین رباني د استاد رباني زوی دی.

افغان ولسمشر د شنبې په ورځ د سولې د عالي شورا لپاره صلاح الدین رباني په داسې حال کې د نوي مشر په توګه اعلان کړ، چې تر دې مخکې د نوموړي له ټاکلو سره ځینې اختلافات څرګندیدل. صلاح الدین رباني د دې شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني، چې تیر کال په کابل کې په یوه ځان وژونکې حمله کې ووژل شو، زوی دی.

که څه هم اټکل کېده، چې د سولې د عالي شورا د مشر په توګه د صلاح الدین رباني ټاکل به د دې شورا د غړو تند غبرګونونه له ځانه سره ولري، خو داسې ونشول، د دې شورا اکثره غړو له هغې سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

افغان ولسمشر له ډیره وخته غوښتل، چې صلاح الدین رباني د سولې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکلې شي، څو له یوې خوا د استاد رباني د قربانۍ درناوی وشي او له بل لوري ملي یوالی هم ټینګ شي.

مولوي قلم الدین، چې مخکې یې د صلاح الدین رباني عمر د دې کار لپاره مناسب نه باله له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دوی د ملي ګټو په پام کې ساتلو سره چمتو دي، چې له ښاغلي رباني سره همکاري وکړي.

مولوي قلم الدین د سولې د عالي شورا یو له هغو څو غړو څخه وو، چې له ولسمشر کرزي سره یی په لیدنه کې له هغه غوښتي وو، چې په دې اړه هره پریکړه باید په زیات دقت وکړي، څو وروسته پښېماني ونه لري.

خو د دې شورا ځینو مهمو غړو، لکه صبغت اله مجددي او پیر سید احمد ګیلاني د هغو کسانو په ډله کې راتلل، چې د ولسمشر کرزي له دې پریکړې سره په سخت مخالفت کې وو او دوی دواړه دې پوسټ ته ځآنونه نومولي وو.

خو د دې شورا بل غړي مولوي عطاء اله لودین بیا دا اختلاف دومره جدي و نه باله او ویې ویل، چې ولسمشر به ددې ستونزې د هواري زمینه برابره کړي.

″ډېره هیله موجوده ده، چې ښاغلی جمهور رییس د دې لپاره زمینه سازي وکړي او کوم چې مات ګوډ ملاحظه لري او یایې په دې مجلس کې حضور نه لرو د هغوی قناعت هم حاصل شي.

صلاح الدین خو دومره ځوان نه دی، چې د دې کار له عهدې څخه نه شي وتلای، تقربیاً تعلیم یافته او هوښیار ځوان دی. په مسایلو باندې پوییږي، د سیاست په کورنۍ کې ستر شوی دی.″

له بل لوري د ولسمشر کرزي ویاند ایمیل فیضي که څه هم دا مني، چې صلاح الدین رباني ځوان دی، خو د ده په وینا کافي تجربه او د هیواد په ګوټ ګوټ کې پراخې اړیکې لري.

ده هیله څرګنده کړه، چې د سولې د عالي شورا غړي به له ده سره پراخه همکاري وکړي، څو دې د دغه درون مسوولیت په پورته کولو کې بریالی وي.

″موږ امیدوار یو چې د سولې د عالي شورا ټول غړي له ده سره په سمه توګه همکار واوسي، چې هغه دروند مسوولیت چې د ده پر اوږو اېښودل شوی، دی یې په سمه توګه مخې ته یوسي او موږ امیدار یو، چې دا کار به کیږي او دی به په خپلې دندې کې موفق واوسي.″

د سولې د عالي شورا غړي او جمهوري ریاست د صلاح الدین رباني په ټاکنه دا خوشبیې په داسې حال کې څرګنده کړی، چې وسله والو طالبانو لا په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

دې ډلې، چې افغان حکومت ورسره د پخلاینې هڅه کوي، نه یوازې دا، چې د سولې عالي شورا نه مني، بلکې د دې شورا له پخواني مشر سره یې هم ستونزې درلودلې.

دا، چې دوی به د صلاح الدین رباني د ټاکل کیدو په اړه څه ډول غبرګون وښیي اوس لا نده څرګنده.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG