د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۲۸

ولسي جرګه له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې تګلارې ته اندېښمنه ده


د ولسي جرګې اداری پلاوی وایي، کومه تګلاره چې حکومت، طالبانو سره د سولې لپاره غوره کړی، د خلکو استازیو ته یې یولړ اندیښنې پیدا کړي دي. جرګې د شنبې په ورځ خپلې غونډې ته د بهرنیو چارو او د کډوالو دراستنولوچارو وزیران ور غوښتی وو.

د سولې د بهیر په هکله د ولسي جرګې د یوشمېر غړو یوه اندیښنه دا ده، چې ګواکې حکومت په یوه کمزوري دریځ هڅه کوي، چې له طالبانو سره د سولې مذاکرات ترسره کړی.

د جرګې د یوشمېر نورو غړو له نظره، حکومت د دوست او دښمن د پېژندلو یو څرګند دریځ نه لري او د دوی په وینا، حکومت په دې کار سره، طالبانو ته یو ډول مشروعیت ورکوي.

ولسي جرګې د شنبې په ورځ د بهرنیو اوکډوالو درراستنولو چارو وزیران ورغوښتي وو څو په پاکستان، ایران او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې.

خو د بهرنیو چارو له وزیر څخه زیاتې پوښتنې، قطرته د ده پر وروستي سفر او د سولې د مذاکراتو پر موضوع څرخیدلې.

د ولسي جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي له وسله والو طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په هکله د جرګې دغړو د انتقادونو او اندیښنو له څرګندولو وروسته وویل:

″دافغانستان پارلمان په ټولیزه توګه، سولې ته له دې پرنسیب او تګلارې سره مخالف دی، لیکن سوله چې د افغانستان د خلکو یو ضرورت دی، پارلمان غواړي چې سوله وشي.

خو کومه تګلاره چې حکومت غوره کړې او له خلکو ته یې یولړ ناڅرګند مفاهیم پیدا کړي، په هکله یې په پارلمان کې د خلکو استازې اندیښنې لري.″

په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول، په قطر کې طالباتو ته د یوه دفتر د جوړولو او له دوی سره د سولې د مذاکراتو په هکله دوحه ته تللی او د هغه هېواد له چارواکو سره یې خبرې اترې کړي دي.

طالبانو سره د مذاکراتو د بهیر د ځانګړتیا وپه هکله د جرګې د یوشمېر غړو انتقادونه په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر دا دفتر د طالبانو سیاسي نمایندګۍ نه بلکې یوازې د اړیکو د ټینګولو یوځای ګڼي.

د بهرنیو چارو وزیر وایي، ترڅو چې پاکستان د سولې مذاکراتو پر همکاري اړ نه شي، د دې بهیر پلی کول به ګران وي.

″د سولې بهیر به په غوڅه او دوامداره توګه پلی نه شي، ترڅو موږ پاکستان همکاري ته اړنه کړو، پاکستان باید په دې برخه کې همکاري وکړي، ځکه چې د کویټې شورا او ملاعمر په پاکستان کې دي، موږ غوره ګڼو، چې مذاکرات افغان طالبانو سره وکړو، نه له هغوی سره چې د طالب په نوم له بهرنیو هیوادو راغلي او زموږ کورونه ورانوي، چاچې سوله ونه کړه، ورسره جنګیږو.″

وسله والو مخالفینو سره د سولې پر روانو هڅو په داسې حال کې انتقادونه کیږي، چې افغان حکومت له څو کالو راهیسې هڅې کوي، چې طالبان د سولې مذاکراتو ته رامات کړي.

د ځینو کارپوهانو په نظر، سره له دې چې په دې لاره کې په میلیونونو افغانۍ ولګیدې خو تراوسه یې مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې.

بل خوا افغان حکومت دا انتقادونه بې بنسټه ګڼي او وایي، چې تل یې هڅه کړې، چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره، له وسله والو مخالفینو سره د مذاکراتو لړۍ ته ادامه ورکړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG