د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

کابل: یو شمېر مېرمنو د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو په مقصد مظاهره وکړه


په کابل کې یوشمېر افغان میرمنو د شنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره مظاهره وکړه. دغه میرمنې چې شمېر یې لسګونه تنو ته رسیدلې د ملي شورا په مخې کې دېره شوې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د ختمیدو غږ یې اوچت کړ.

دوی عدلي او قضایي ارګانونه تورن کړل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوسیو په څیړلو کې بې غوري کوي او مجرمینو ته سزا نه ورکوي.

دا لومړې ځل نه دی، چې افغان میرمنې د دوی په وړاندې د عدالت د ټینګښت او د خپلو حقونو د دفاع لپاره واټونو ته را وځې او غواړي، خپل غږ تر چارواکو ورسوي.

مخکې له دې هم یوشمېر افغان میرمنې په ټولنه کې د مساوي حق د غوښتلو او په کورنیو کې ورسره د مخامخ تاوتریخوالې د بندیدو غوښتنه کړې.

دغو افغان میرمنو د شنبې په ورځ په کابل کې یوځل بیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په برخه کې پر دیني عالمانو، قومي مشرانو عدلي او قضایي ادارو د همکارۍ غږ وکړ.

په دې لاریون کې شاملو یو شمېر میرمنو پر افغان حکومت انتقادونه کول، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو پر وړاندې خاموشه پاتې کیږي او مجرمنیو ته سزا نه ورکوي.

دغه مظاهره چې د شنبی په ورځ د کابل د کارته سه څخه پیل او د ملې شورا په مخې کې د یوه پریکړه لیک په لوستلو سره پای ته ورسید د بدلون لپاره د ځوانو ښځو په نوم د یوې ټولنې له خوا جوړ شوي وو.

مظاهره کوونکو د هغو ښځو نمونه یادل کړل، چې په دې وروستیو کې ورسره تاوتریخوالی شوی او یا هم د تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي.

خو د افغانستان د سترې محکمې د خپرونو د څانګې مسوول وکیل عمري ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوسیو څېړلو ته لومړیتوب ورکوي او تر اوسه داسې بیلګه نه لري، چې پر وخت سره دې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیه له کوم علت پرته ځنډول شوي وي.

نوموړی وایي، دوی هغه قضیې ژر نه شي څیړلی، چې د څارنوالۍ له خوا په کې مشکل پاتې وي.

په کابل کې دا مظاهره داسې مهال شوې، چې په روان میلادي کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی زړه بوږنونکې پیښې را بر سیره شوي.

په دې پيښو کې په بغلان کې د سحرګل په وړاندې د خسرګنۍ شکنجه، د دریو لوڼو د زیږون په جرم د ستورۍ وژنه، په هرات کې د عارفې د ګوتې پرې کول په پکتیکا او خوست کې د دوه ښځو وژل او د څو نورو شکنجه کول شامل دي.

د ځینو کتونکو په وینا دا هغه پیښې دي، چې د رسنیو له لارې خلکو ته ښکاره شوي د دوی په وینا لاهم د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې هره ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دا ډول ډیرې پیښې رامنځ ته کیږي، خو د سیمې د دودنو له مخې یې د باندې را وتل ګرانه خبره ده.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG