د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د افغانستان کورني عواید سل میلیارده افغانیو ته لوړ شوي


د افغانستان د مالیې وزارت د چارواکو په وینا دوی توانیدلي په دغه وزارت کې د سیستم جوړولو، د دولتي عایداتي سرچینو له ضایع کیدو سره د جدي مبارزې او د مالیې ورکولو ته د خلکو د چمتو کولو له لارې کورني عواید لوړ کړي.

د مالیې وزارت وايي چې د دغو اصلاحاتو په راوستو سره یې په تیرو دریو کلونو کې کورني عواید له یو اعشاریه څلور میلیارډو نه سل میلیارډو ته لوړ کړي دي.

د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال د شنبې په ورځ په همدې هکله جوړه شوې غونډه کې دغه پرمختګونه له مالي پلوه د ځان د بسیا کیدو په برخه کې مهم وبلل، خو ویویل، چې پدې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړی.

″په درو کلونو کې چې نه سوداګرۍ پراخوالی کړی، په ترانزیټ کې مو هم ډیرې ستونزې درلودې، په وروستیو درو کلونو کې چې سوداګریو هم ډیره وده ونه کړه، ډیر پانګه اچوونکي هم افغانستان ته رانغله، خو زموږ عواید له ۴۱ میلیارډ افغانیو څخه سل میلیارډه افغانیو ته پورته شوي دي. دا د عوایدو په راټلولو کې زموږ د حکومت جدیت ښيي.″

ښاغلي زاخیلوال همدا راز وویل چې د دوی د کورنیو عوایدو په سلو کې اته څلویښت یې له ګمرکي محصولاتو ترلاسه کیږي.

د مالیې وزارت پداسې حال کې د ګمرکونو له لارې د عوایدو د ډیریدو په هکله خبرې کوي چې اوس هم په ګمرکونو کې د پراخ فساد په هکله انتقادونه کیږي.

د مالیې وزیر هم مني چې په ګمرکونو کې فساد شته خو وايي چې هڅه کوي ددې کار مخه ونیسي، هغه پدې برخه کې د خلکو مرسته هم اړینه وبلله.

د ولسمشر دوهم مرستیال عبدالکریم خلیلي بیا پخپلو خبرو کې که څه هم د عوایدو په ډيریدو کې یی دا پرمختګ مهم وباله، خو ویې ویل چې دغه پرمختګ باید نور هم پیاوړی شي.

″موږ پر خپلو پښو درېدولو ته اړتیا لرو، چي د عوایدو د راټلولو سیسټم غښتلی کړي او عایداتي سرچینې مشخصي او پر هغو باندي پانګه اچوونه وکړو.

زموږ ډیري اقتصادي اړتیاوي باید د خصوصي سکتور څخه پوره سي، نو له اړخه د خصوصي سکتور له ټولو فعالانو څخه زما هیله دا ده، چي یوازي خپلي ګټي په معاملاتو او چارو کي په نظر کي ونه نیسي. بلکې کیفي او ټولنیزو اړخونو ته هم فکر وکړي.″

د افغانستان د کورنیو عوایدو د ډیریدو په هکله پداسې حال کې خبرې اترې روانې دي چې افغانستان په نږدې راتلونکې کې د شیکاګو او توکیو کنفرانسونه په مخکې لري.

د شیکاګو په کنفرانس کې به د افغان ځواکونو د تمویل، او د توکیو په کنفرانس کې به نړیواله ټولنه یو ځل له افغانستان سره د لسو راتلونکو کلونو لپاره خپلې مرستې اعلان کړي.

د دغو غونډو له جوړولو مخکې د مالېې وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په راتلونکو پنځلسو کلونو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.


راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG