د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د سولې عالي شورا: هیله ده چې دا ځل له حزب اسلامي سره خبرې لاسته راوړنه ولري


په افغانستان کې د حزب اسلامي د مخالفې ډلې یو پلاوی د سولې په اړ د خبرو لپاره کابل ته رسیدلی دی. دا څووم ځل دی چې د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له خوا د مذاکراتو لپاره پلاوي کابل ته سفرونه کوي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکي وايي، چې له دغه پلاوي سره به د سولې په اړه مذاکرات پیل کړي.

په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا د سولې ځنډیدلې خبرې لا هم بیرته نه دي پيل شوي، د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو پلاوی د سولې د خبرو لپاره کابل ته رسیدلی دی.

د سولې د عالي شورا منشي امین الدین مظفري ازادي راډیو ته وویل چې د غیرت بهیر په مشرۍ د حزب اسلامي پنځه کسیز پلاوی ددې شورا په بلنې کابل ته تللی.

نوموړي وویل چې دغه پلاوی به ډیر ژر د سولې له عالي شورا سره مذاکرات پیل کړي:

″د حزب اسلامي له خوا یو پلاوی کابل ته رسیدلی چې ریاست یې جناب بهیر صیب لري چې د سولې په اړه د سولې له شورا سره خبرې اترې وکړي. انشا الله دا ځل هیله من یو چې دا ځل یوه لاسته راوړنه ولري خو دومره خبره ده چې دا به لومړنۍ یا وروستۍ خبرې نه وي. دا پروسه ده او پروسه وخت ته اړتیا لري.″

غیرت بهیر د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوم دی او په تیر ځل خبرو کې یې هم مهم رول درلود.

ددې پنځه کسیز پلاوی یو غړ قریب الرحمن سعید دی چې په اروپا کې د حزب اسلامي سیاسي استازی دی.

ښاغلي غیرت بهیر له ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې ددغه په مشرۍ پلاوی به د کابل له حکومت سره دوه ورځني مذاکرات ولري.

نوموړي وویل چې د حکومت له خوا هم ددې خبرو لپاره یو پنځه کسیز پلاوی ټاکل شوی دی.

بهیر وویل چې دوی د سولې لپاره یوه طرحه هم له ځان سره راوړې ده، خو دا یې په ډاګه نه کړه چې دا کومه نوې طرحه ده او که نه پخوانۍ هغه ده.

د ویسا ورځپاڼې مسئول مدیر او د سیاسي چارو یو تن کارپوه محمد زبیر شفیقي په دې باور دی چې افغان دولت او حزب اسلامي په یو شمیر مسایلو کې سره جوړ شوي.

ښاغلی شفیقي وايي مهمه داده چې دواړه خواوې د سولې لپاره له خپلو مخکینیو شرطونو تیر شي:

″زه داسې فکر کوم هغه شرطونه چې پخوا ایښودل شوي و او یا چې بهرنیان وايي چې اساسی قانون دې ومني، دا بیرغ دې ومني دا نظام دې ومني او را دې شي. یا دا چې وايي بهرني ځواکونه دې ووځي بیا موږ تفاهم ته حاضریږو، دا شرایط باید ونه اوسي، دا هغه شرایط دي چې جګړې، بحران او بالاخره د بهرنیانو حضور په افغانستان کې تضمینوي.″

د انجینر ګلبدین حکمیتار په مشرۍ حزب اسلامي په تیرو مذاکراتو کې دسولې لپاره یوه اولس ماده یي طرحه وړاندې کړې وه، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د یوې دقیقې نیټې ټاکل او د یوه موقت حکومت جوړیدل هم پکې شامل دي.

څو میاشتې مخکې ددې ډلې یوه مهم مرکچي قریب الرحمن سعید ویلي و چې له افغان دولت او امریکایانو سره یې ډلې له دې امله خبرې ځنډولي چې د دوی د شرایطو په اړه روښانه دریځ نه لری.

خو د تیر خل خبرو نه وروسته جمهور رئیس حامد کرزي تمه وښودله چې له حزب اسلامي سره خبرې ښې روانې دي او دا دی یو ځلې بیا د حزب اسلامي یو پلاوی هم د مذاکراتو لپاره کابل ته رسیدلی.
XS
SM
MD
LG