د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۱۲

په کوټه کې اته تنه هزاره ګان په ډزو وژل شوي دي


د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې نن له سهاره راهيسې د هدفي وژنو په پرله پسې درې پېښو کې اته تنه وژل شوي او څو نور ټپيان شوي دي. وژل شوي کسان اکثره شعيه مسلمانان دي چې له هزاره قوم سره تړاو لري. له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په کوټه کې د هزاره ګانو د وژنو پېښې تر بل هر وخت زياتې سوې دي.

د شنبې په سهار د کوټې ښار پر بروري سړک باندې وحدت کالونۍ ته نيژدې نامالومو وسلوالو پر يوه موټر ناببره ډزې وکړې چې له امله يې په موټر کې سپاره شپږ کسان سخت ټپيان شول. روغتون ته د وړلو پر مهال د سختو ټپونو له امله شپږ واړو ساه ورکړه. د کوټې د پوليسو يو مشر ملک ارشد په پېښه کې د شپږو کسانو مړينه تاييد کړې خو وايي وسلوال کسان د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.

همدارنګه په دوو نورو پېښو کې هم د کوټې ښار پر سبزل سړک او په شالکوټ نومي ځاى کې د يوه پوليس په شمول دوه کسان په ډزو وژل شوي دي. د بلوچستان د داخله چارو سيکرتر نصيب الله بازى وايي وروستيو امنيتي پېښو ته په پام سره يې په ښار کې د پوليسو او ملېشه ځواکونو ګڼ شمېر اضافي عسکر پر امنيت ساتلو ګومارلې دي:

((نن سهار مو د امنيتي ادارو لس نورې پلټنې را بللې دي چې درې يې په ښار کې ځاى پر ځاى شوې هم دي، زموږ امنيتي ادارو ګڼ شمېر خلک د دغو پېښو په تړاو په تېرو ورځو کې نيولي هم دي، چې له هغوى څخه پينځه څلوېښت سزا شوي دي او د شپږاويا تنو دوسيې تر څېړنې لاندې دي، همدارنګه په تروريستي فعاليتونو کې هم سل تنه سزا شوي دي، زموږ لپاره يوه پېښه او د يوه تن وژنه هم د منلو وړ نه ده، خو له بده مرغه په تېرو لسو ورځو کې په دې پېښو کې زياتوالى راغى، دا زموږ مسووليت دى چې موږ به يې مخنيوى کوو))

په نننيو درېواړو پېښو کې وژل شوي کسان هزاره توکمه شعيه مسلمانان دي، تر دغو پېښو وروسته د هزاره قوم خلک سړکونو ته را وتلي او له قهره ډکې مظاهرې يې کړې دي. دوى د کوټې په لوى بي ايم سي روغتون کې په اخ و ډب لاس پورې کړى او يو موټر يې سوځولى او په ښار کې يې هوايي ډزې کړې دي چې په همدغو ډزو کې يو ماشوم ټپي شوى هم دى.

د وروستيو خبرونو له مخې د کوټې ښار ټول سړکونه د احتجاج کوونکيو له خوا د موټرو پر مخ تړل شوي او کاروباري مرکزونه د احتمالي خطر د مخنيوي په خاطر په بشپړه توګه تړل شوي دي.

په کوټه کې د شعيه مسلمانانو د شورا له خوا د نننۍ پېښې په غبرګون کې اووه ورځنى ماتم اعلان شوى دى، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نېشنل ګوند دغه هدفي وژنې په کلکه غندلې دي.

د هزاره ګانو د نننيو وژنو مسووليت کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو تر دې وړاندې د لښکر جنګوي په نامه سني ډلې په ګڼو پېښو کې د وژل شويو شعيه مسلمانانو د وژنو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د هزاره ګانو وژنو ته په پام سره د جمعې په ورځ په کوټه ښار کې هزاره ډيموکراټيک ګوند يوه ستره احتجاجي مظاهره کړې وه او د بلوچستان د والي يا ګورنر د دفتر مخ ته يې پرله پسې څو ساعته توقف کړى وو، په دې احتجاجي مظاهره کې شاملو هزاره ځوانانو د حکومت په خلاف شعارونه ورکول او له حکومته يې غوښتنه کوله چې د هزاره ګانو د وژنو مخه دي ونيسي. د هزاره ډيموکراټيک ګوند مشر عبدالخالق هزاره وايي:

د هزاره ډيموکراټيک ګوند او هزاره مشرانو يوه پلاوي تر مظاهرې وروسته د بلوچستان له والي ذوالفقار علي مګسي سره ليدلي، هغه ورته ډاډ ورکړى چې پر حکومت به په ښار کې د ټينګ امنيت لپاره فشار راوړي. ذوالفقار علي مګسي د هزاره ګانو د هدفي وژنو پړه پر حکومت ور اچولې:

((د دې دومره لويې کابينې څه ضرورت دى، له خلکو يې رايې اخيستي، پينځوس شپېته کسان په پارلمان کې ناست دي او په ښار کې په سپينه ورځ خلک وژل کېږي، حکومت تر اوسه پورې هيڅ وسلوال نه دى نيولى او نه يې خپل مسووليت په سمه توګه تر سره کړى دى))

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په همدې ښار کې يوه هزاره مېرمن او يو بل تن د نامالومو وسلوالو په ډزو وژل شوي او د پنجشنبې په ورځ هم په دوو جلا- جلا پېښو کې د هزاره قوم درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي وو. له دې سره په تېرو دوو اوونيو کې په کوټه ښار کې د هدفي وژنو په پېښو کې د وژل شويو شعيه مسلمانانو- چې اکثره يې هزاره ګان دي- شمېر پينځويشتو تنو ته ورسېد.
XS
SM
MD
LG