د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۲۰

هر کال د ۱۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت نشه يي مواد د روسیې پر لوري قاچاقیږي


د روسیې د نشه یي موادو د قاچاق ضد فدرالي ادارې مشر ویکتور ایوانوف

په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له هلو ځلو سره سره، د کوکنارو کر او د نشه یي موادو تولید تر ټولو جګې سطحې ته رسیدلی او دې مسالې د سيمې او نړۍ هیوادونه له زیاتو ستونزو سره مخامخ کړي دي. په افغانستان کې تولید شوی اپین او هیرویین د روسیې له لارې د اروپا او لویدیځو هیوادونو بازارونو ته لار پیدا کوي.

د روسیې د نشه یي موادو د قاچاق ضد فدرالي ادارې مشر ویکتور ایوانوف د جمعې په ورځ د قرغزستان په مرکز بشکیک کې وویل، په کال کې د شاوخوا ۱۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت نشه یي مواد د روسیې پر لور قاچاق کیږي.

ایوانوف وایي، په دې موادو کې د ۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت هیرویین او د یو نیم میلیارد ډالرو په ارزښت چرس شامل دي.

د روسیې د نشه یي موادو د قاچاق ضد فدرالې ادارې رییس ویکتور اویانوف وایي، د دې نشه یي موادو یو پر دریمه برخه د قرغزستان له لارې روسیې ته داخلیږي. ده وویل، افغانستان په سيمه کې د نشه یي موادو اصلې منبع ده.

ایوانوف وایي، که چیرې په افغانستان کې د نشه یي موادو تولید بند شي، د نشه یي موادو قاچاق به هم ورسره بند شي.

د ده په وینا، که چیرې د نشه یي موادو د قاچاق ضد ځواکونه لس ځلې زیات نشه یي موادو ونیسي او د تولید منبع یې بنده نه شي، دا کار ګټه نه لري او د نشه یي موادو ستونزه نه حل کیږي.

د روسیې د نشه یي موادو د قاچاق ضد فدرالي ادارې رییس وایي، د نشه یي موادو د قاچاق پیسې په اقتصاد او بانکونو زیات اغیز لري.

اویانوف وایي، د نړیوالو امنیتي ځواکونو د ارقامو له مخې، دا مهال د زیاتو ځمکو لرونکو کسانو شاوخوا درې زره تنه یي په خپلو ځمکو کې کوکنار کري او دغه راز د نشه یي موادو په قاچاق کې لاس لري.
XS
SM
MD
LG