د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

″په افغانستان کې اداري فساد د شتو ستونزو اصلي لامل دی″


کارپوهان په دې باور دي، چې په افغانستان کې تر یوې لسیزې جګړې او د نړیوالې ټولنې د ملیونو ډالرو مرستوله مصرف سره سره، دا هیواد د اداري فسار په ګودال کې د غرقېدو په حال کې دي، چې د نا کراریو د لا پراخیدو او د اقتصادي پرمختګ په وړاندې د لوی خنډ سبب ګرځي.

د فرانسې خبري اژانس د یو شمېر کارپوهانو په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې موجود اداري فساد د مخدرو موادو قاچاق ته لاره پرانیزي او افغانان دې ته اړباسي چې د طالبانو خواته ورشي او دا دوه خبرې په دې هیواد کې د بې ثباتۍ عمده سرچینې دي.

په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د یوې شبکې مشر محمد شفیق همدم فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې اداري فساد په دې هیواد کې د ډیرو موجودو ستونزو اصلي او اساسي عامل ګڼل کیږي.

ښاغلي همدم ویلي، چې که په امنیتي ځواکونو کې د وسله والو د نفوذ مساله ده او که د افغانستان په دننه یا بهر کې د هیروینو د قاچاق خبره ده، د ټولو دلیل د اداري فساد موجودیت دی.

د جنوري په میاشت کې یوه افغان عسکر په کاپيسا کې په خپلو څلورفرانسوي روزونکو ډزې وکړې او ویې وژل. د فرانسې اژانس د یوې امریکايي خبري سرچینې په حواله لیکي دي چې دې افغان حمله کونکي په ملي اردو کې د شاملیدو لپاره رشوت ورکړی وو.

د فرانس پرس په حواله، د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې اداري فساد ډیر پراخ دي. د کورنیو چارو وزارت په وروستیو کې یوازې په غرب زون کې اویا تنه د پولیسو لوړ رتبه افسران له دندو لرې کړل.

د اسیا فونډيشن یوه کارکونکي محمد قاسم حلیمي فرانس پرس اژانس ته ویلي : زما په باور د افغانستان لومړۍ ستونزه بې امنیتي نه ده، بلکه د اداري فساد موجودیت دی.

په افغانستان کې د مهمو ځایونو او ادارو د امنیت ټینګولو لپاره امنیتي پوستې اچول شوې دي، او دغو ځایونو ته د وسله والو د نفوذ یوازینی دلیل د پولیسو په لیکو کې د اداري فساد موجودیت کیدلای شي.

ملګري ملتونه وايي چې تیر کال څه باندې ۳۰۰۰ ملکي کسان په جګړو کې وژل شوي دي. له دې جملې څخه لږترلږه زر تنه ملکي افغانان یوازې د وسله والو طالبانو له خواد ايښودل شویو بمونو په چاودنو کې له منځه تللي دی.

حلیمي چې مخکې یې په ستره محکمه کې کارکاوه فرانس پرس ته ویلي چې د خپل کار په پينځو کلونو کې یې د لږترلږه یو سلو دیرشو قاضیانو د نیول کیدو اسناد برابر کړي وو.

ده ویلي، چې پولیس وسله وال کسان نه نیسي ځکه په اداري فساد کې ښکیل دی او حتي که وسله وال د پولیسو له خوا ونیول شي، قاضیان یې د رشوت په بدل کې بیرته خوشي کوي.

ده ویلي، چې په ستره محکمه کې یې د خپلې دندې په پينځوکلونو کې د سترې محکمې ۲۰۷ تنه کارکونکي له دندې لرې کړل چې په هغو کې ۶۵ تنه قاضیان شامل وو.

فرانس پرس وايي، افغانستان د نړۍ د تریاکو (اپیمو) نوي فیصده تولیدوي او د مخدرو موادو تولید د دې هیواد لپاره یوه بله ستره ستونزه ګڼل کیږي.

له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر عزیز الله لودین فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې د افغانستان د دولت په دننه کې اداري فساد شته.

فرانس پرس اژانس لیکي، چې عزیز الله لودین د مرکې په وخت د خپل دفتر تر کړکۍ لاندې ځمکې ته اشاره وکړه او ویې ویل : دا دولتي ځمکه ده خو زور واکو خلکو نیولې ده او کورونه یې ورباندې جوړ کړي دي. زه خلکو ته ګورم چې له ایران او پاکستان څخه ستیږي او یوه خونه لا نه لري خو دا زور واک خلک دولتي ځمکې نیسي او کورونه ورباندې جوړوي.

د اسیا فونډیشن موسسې تیرکال د شپږنیم زره افغانانو د نظر پوښتنې په نتیجه کې وویل چې د افغانانو لپاره د تشویش وړ دریمه ستره مسله د اداري فساد موجودیت دي. د دې سروې پر اساس، افغانان د طالبانو له حملو، بې کارۍ او د اداري فساد له موجودیت څخه تر بل هرڅه ډیر ځوریږي.

د شفافیت نړیوالې ادارې په دوه زره لسم کال کې په خپل رپوټ کې وویل چې د اداري فساد د شدت له پلوه افغانستان د نړۍ دوهم هیواد دی.
XS
SM
MD
LG