د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۴۱

د شپې د عملیاتو د تړون په اړه د امریکا د سنا د یوې کمېټې د مشر اندېښنې


د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمیټې مشر د هغه تفاهم لیک په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه، چې روانه اونۍ د افغانستان او امریکا ترمنځ لاسلیک شو او افغان چارواکو ته د دې صلاحیت ورکوي؛ چې د شپې د عملیاتو په اړه پریکړه وکړي.

د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمیټې مشر وویل، په دې سره به د امریکایي عسکرو ژوند له خطرسره مخامخ شي او هم به هغو اسخباراتي معلوماتو ته زیان ورسیږي، چې د دغې جګړې لپاره ډېرمهم دي.

په هغه لیک کې چې جمهوري غوښتونکي هاوارد مک کوین د تیرې پنجشنبه په ورځ د امریکا دفاع وزیر لیون پانیتا ته استولی، د دغه تفاهم لیک چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کیدو لپاره یو اساسي ګام بلل کیږي، ځینې مواد ترپوښتنې لاندې راوستي.

مک کیون د هغې کمیټې د جوړښت په اړه چې په ترکیب کې یې افغان امنیتي، پوځي، استخباراتي او ملکي چارواکي شامل دي او ورته د دې صلاحیت ورکول شوی چې د شپې د عملیاتوپه اړه چې ترسره شی یا نه، قضاوت وکړي، اندیښنه څرګنده کړه.

جمهوري غوښتونکې وایي، که څه هم افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې پرمختګونه کړي، خو د امریکاحکومت باید په دې اړه له احتیاطه کارواخلي او که پوځ د هغومشکوکو وسله والو چی د عملیاتو په جریان کې نیول کیږی، په خپلواکه توګه د ساتلو قانوني صلاحیت ونه لري، د امریکایي عسکرو ژوند دې له خطرسره نه مخامخ کوي.
مک کیون دغه راز د عملیاتو په پلانولو کې د افغانانو رول هم ترپوښتنې لاندې راوست.
د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمیټې مشر دغه راز وویل چې دغه نوی میکانیزم ښایي د هغو حساسو استخباراتي معلوماتو چې د امریکا په لاس کې کې دي، اغیزکم کړي ځکه کله چې ډیرافغانان په حساسو استخباراتي معلوماتو او د عملیاتو په تنظیمولو کې ښکیل کیږي، د دې خطر هم ورسره زیاتیږي چې له عملیاتو مخکې دښمن ته خبرورکړل شي او په دې توګه به د امریکایي عسکرو ژوند له خطرسره مخ شي.
د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمیټې مشر د دغه تفاهم لیک په اړه د خپلو اندیښنو په ترڅ کې داهم ویلي چې ایا له دې وروسته به امریکایي ځواکونه اجازه ولري چې له هغو مشکوکو وسله والو څخه چې د عملیاتو په جریان کې نیول کیږي مهم استخباراتي معلومات ترلاسه کړي.

د هغه په وینا د مشکوکو تروریستانو د ځای، فعالیتونو، پلانونو او نورمهمو مسایلو په اړه د معلوماتو ترلاسه کول ډیرمهم او حساس دي.

د دغه تفاهم لیک له مخې یواځې افغان امنیتی ځواکونه کولای شي چې د خلکو کورونه ته ننوځي او پلټنې ترسره کړي او یواځې د اړتیا په صورت کې امریکایۍ ځواکونه کولای شي چې د خلکو کورونه ته ننوځي هغه هم په
دې شرط چې له مخکې اجازه ورکړل شوې وي.

هغه کسان به چې د عملیاتو په جریان کې نیول کیږي، سمدستي افغان چارواکو ته سپارل کیږي او امریکایان یواځې هله کولای شي ترې تحقیقات وکړي چې ورڅخه د دي شي غوښتنه وشي.

په افغانستان کې د شپې له خوا عملیات په دې هیواد کې د امریکا د پوځي هڅولپاره ډیرمهم دي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قومندان امریکایي جنرال جان الین په ورستیو کې کانګرس ته وویل چې دغو عملیاتو ښه نتیجه ورکړې چې په په ترڅ کې یوزیات شمیر وسله وال نیول شوي اورڅخه مهم معلومات ترلاسه شوي دي. د هغه په وینا دغوعملیاتو همداراز ترډیره د د ښمن جنګي توان هم کمزوری کړی دی.

خو افغان مشرانو د امریکایي ځواکونو له خوا د شپې پرعملیاتو تل انتقاد کړی او ویلې یې دي چې په دې عملیاتو کې اکثره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او له همدې امله یې د افغانانوله خوا د دغو عملیاتو په ترسره کولو ټینګارکړی دی.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند جورج لیټل په یوه بیان کې وویل چې دوی به د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمیټې د مشر دغه لیک ته ځواب ووایي خو د دفاع وزیر په دې باوردی چې د کابل او واشنګټن ترمنځ دغه تفاهم لیک د دې څرګندونه کوي چې موږ او افغانانو په افغانستان کې د مسولیتونو د لیږدولو په برخه کې پرمختګونه کړي او کارونه ښه پرمخ ځي.
XS
SM
MD
LG