د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۰۲

د انډونیزیا په سمندر کې له افغان کډوالو ډکه یوه کښتۍ لادرکه شوې


د جمعې په شپه ماښام د اندوينيزيا په ختيځ کې د ″سمبوا″ جزيرې ته نيژدې د ورکې شوې کښتۍ له خوا د مرستې غوښتنه وشوه، خو وروسته لادرکه شوه.

مدافع وکیل ( ايين رينټول) وويل، چې د ځايي وخت د سهار پر شپږو بجو ورته ټليفون وشو او په کښتۍ کې يې د ځينو خلکو سره خبرې وکړې، چې هغوی جوړ دي، خو مرستې ته اړتيا لري.

نوموړي وويل، چې د افغان پناه غوښتونکو کښتۍ ِانجن نه لري.

وړاندي له دې چې د مهاجرينو مدافع وکيل د کښتۍ له خلکو سره خبرې وکړې داسې انديښنې وې، چې کښتۍ به ډوبه شوې وي، خو هغه وويل، چې دوی لا اوس هم په سختو اوبو کې په يو مضطرب حالت کې دي.

ښاغلي رينټول زياته کړه، چې په کښتۍ کې له ۶۰ څخه زيات کسان دي او ټول د افغانستان هزاره ګان دي. په دوی کې يوشمېر کورنۍ هم شاملې دي.

نوموړي وويل، چې د پنجشنبې په ورځ دغه کوچنۍ کښتۍ د سمبوا جزيرې ته نيژدې وه، خو مسافر په دې پوه نه وو، چې هغوی چېرې دي او پرکومه لاره روان دي، په کښتۍ کې بريښنا هم نه وه.

″رينول″ په اسټراليا کې د بحري پيښو د حفاظت له اداري سره تماس ونيوی، څو د انډونیزیا مقاماتو ته د پيښي په اړه خبر ورکړي. انډونیزیا د جمعې په ورځ خپلې هڅې وکړي، خو د کښتۍ هېڅ نښه يې ونه موندله.

هليکوبټرو د انډونیزیا په اوبو کې د پلټڼې عمليات وکړل اما څه يې حاصل نه کړل او د جمعې د ورځې لپاره يې د پلټڼي عمليات بند کړل.

د انډونیزیا د پلټني د ادارې ریيس ″مارسودي″ د فرانسې خبري آژانس ته وويل، موږ به سبا يو ځل بيا هوايي پلټنې پيل کړو، اما په او بو کې زموږ د پلټڼې بيړۍ لا اوس هم د ورکې شوې کوچنۍ کښتۍ د موندلو په لټه کې دي.

نوموړي وويل، چې ښايي دغه کسان په يوځای کې پټ وي ځکه چې موږ تيره شپه له دوی سره ټليفون وکړ، خو هغوی له موږ سره خبرو کولو ته حاضر نه وو.

په اسټراليا کې د هزاروو د ټولنې يو کس هم ويلي دي، چې دوی له کښتۍ سره اړيکې ټينګې کړې وې او د هزاروو ټولنې د اسټراليا مقاماتو ته خبر ورکړ، چې د ورکې شوې کښتۍ مرستې ته ورودانګي.

ازادي راډيو د دغې پيښې په اړه په انډونیزیا کې د افغان سفارت کارو سره اړيکې ټينګې کړې، خو څوک خبرو ته چمتو نه وو.
XS
SM
MD
LG