د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

تاناکا: د شمالي کوريا له خوا د توغندي ويشتل ناکامه شوي


د جنوبي کوريا او جاپان د دفاع وزارتونه وايي داسې ښکاري چې د شمالي کوريا له خوا د يوه توغندي توغول ناکامه شوي دي.

د جاپان د دفاع وزير ناوکي تاناکا وويل له شمالي کوريا څخه د يوه توغندي د ويشتلو معلومات ترلاسه شوي وو، چې دغه توغندي تر توغولو يوه دقيقه وروسته په سمندر کې ډوب شوى دى.

”موږ داسې معلومات ترلاسه کړي، چې [توغندي ته ورته] يو شى توغول شوى دى. داسې ښکاري چې د يوې دقيقې لپاره اور اخلي او بيا په سمندر کې ډوبېږي. څرګنده ده چې زموږ پر قلمرو يې کوم اغېز نه دى کړى”

بله خوا د جنوبي کوريا د دفاع وزارت وياند وويل داسې څرګندېږي چې دغه توغندى ناکامه شوى دى. شمالي کوريا تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

امريکا او ګڼ نور هېوادونه په دې باور دي، د شمالي کوريا دا ادعا چې غواړي د يوه د توغولو په مرسته د ځمکې په مدار کې يو سټلايټ ځاى پر ځاى کړى، د ليرې واټن ويشتونکي توغندي د توغولو ازمويلو ته لار اوارول دي.
XS
SM
MD
LG