د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۱۵

په سوریې کې د اوربند لومړۍ ورځ


په دمشق کې يو هټيوآل
په سوریې کې د دغه هیواد لپاره د ملګرو ملتو او عربي ټولنې د استازي له وړاندیز سره سم اوربند پيل شوی دی.
سره له دې چې د کوفي انان وړاندیز دواړو لوریو هم د بشارالاسد خوا او هم د سوریې د حکومت مخالفانو پرون تر ډيره تطبیق کړ، نړیواله ټولنه دې اوربند ته اندیښنه لري.

په سوریې کې پرون د سهار شپږ بجې د حکومتي ځواکونو او حکومت مخالفه ځواکونو تر منځ اوربند پیل شو. دا اوربند د سوریې لپاره د عربي ټولنې او ملګرو ملتو د استازي کوفي انان د سولې د پلان یوه برخه ده. څو په سوریې کې له دیارلس میاشتو راهیسې پیل شوې شخړې پای ته ورسوي. په دې مودې کې تر لس زره ډیر کسان چې اکثر یې ملکیان دي وژل شوې او په لسګونو زره نور د کورنو پریښودو ته اړ شوې دي.

سربیره پر دې چې د بشار الاسد رژیم د اوربند اعلان کړی دی، دا یې ویلې دي چې ځواکونه به یې د هر ترورستي برید ځواب ورکړي.

فرانس پریس اژانس خبر ورکوي چې پرون د اوربند سربیره پنځه تنه ووژل شول چې څلور یې ملکیان وو او په لسګونو نور نیول شوې دي.

بل لور ته د سوریې د کورنیو چارو وزارت له هغو حکومت مخالفه وسله والو وغوښتل چې وسلې پر مځکه کیږدي او ځانونه وسپاری چې لاسونه یې د دې وزارت په وینا په وینو نه وي لړلي.

د سوریې حکومت پر هغو زرګونو بې ځایه شویو کسانو هم غږ وکړ چې بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي، چې د څه باندې یوه کال جګړو په ترڅ کې د هیواد دننه د کورونو پریښودو ته اړشوي یا هم له سوریې وتلې دي.

د نړۍ مشرانو بیا د بشار الاسد پر رژیم غږ وکړ چې په سوریې کې د سولې پلان بشپړ تطبیق کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي له دمشقه وغوښتل چې د ملګرو ملتو په ملاتړ د سوریې لپاره د عربي ټولنې او ملګرو ملتو د استازي کوفي انان د سولې پلان باید ومني.

په ملګرو ملتو کې د روسیې استازي ویتالي چورکین وویل چې ماسکو په سوریې کې د سولې د پلان بشپړ تطبیق غواړي.

چین بیا په سوریې کې د اوربند هرکلی وکړ او د چین
د بهرنیو چارو وزارت وویل چې هیله لري د سوریې حکومت جدي ګامونه واخلي څو د کوفي انان منځګړیتوب نتیجه ورکړي.
چین همداراز د سوریې د حکومت پر مخالفانو غږ وکړ چې اوربند رعایت کړي.

چین له روسیې سره د امریکا او د امنیت شورا د نورو دایمي غړیو دا هڅې شنډې کړې چې په سوریې کې د شخړو د پای ته رسیدو لپاره پریکړه لیک خپور کړي.
XS
SM
MD
LG