د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

پاکستان له امريکا سره د خپلو اړيکو لپاره دولت ته ١٤ سپارښتنې وکړې


د پاکستان د پارلماني وداني
د پاکستان د پارلماني وداني
د پاکستان پارلمان تر اوږدو ناندریو وروسته د جمعې په شپه هغه مصوده تصویب کړه چې پکې دولت ته له امريکا سره د دوه اړخیزو اړیکو په باب څوارلس سپارښتنې شوي.

که څه هم په دې مصوده کې په افغانستان کې د دیره ناټو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو پر مخ د ځمکنۍ لارې، د بیرته پرانستو خبره نده شامله خو ویل شوي، چې د ملي امنیت ځانګړې کمیټه به په خپلو راتلونکیو غونډو کې په دې باب هم ورته تصمیم ونیسي.

د پارلمان په دې غونډه کې، چې دجمعې په شپه د ولسي جرګې په تالار کې جوړه شوې وه د مشرانو جرګې غړیو هم ګډون درلود.

د ملي امنيت کميټې مشر سناتور رضا رباني غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې ددې کميټې غړیو تر اوږدو بحثونو وروسته دغه مصوده ترتیب کړې او تمه يې څرګنده کړه، چې دولت به يې په عملي کولو کې سمدستي ګامونه پورته کړي.

په دغه مصوده کې راغلي چې دولت باید په راتلونکي کې د پاکستان له لارې د ناټو د نظامي اکمالاتو کلک مخنیوی وکړي خو د نورو هغو په باب څه نه دي ویل شوي.

همداشان د بې پيلوټه الوتکو دبریدونو، چې له کلونو راهیسې د پاکستاني مطبوعاتو او سیاسي ګوندونو د بحثونو یوه توده موضوع ده د سمدستي بندولو غوښتنه شوې او پر دې هم ټينګار شوی، چې ناټو ځواکونو ته باید په راتلونکي کې د پاکستان په خاوره کې دننه د سخت دریزو وسله والو پرضد د ځمکني یا هوايي بریدونو اجازه ورنکړل شي.

په پاکستان کې د متحدو ایالاتو او نورو هیوادونو د استخباراتي مامورینو په باب ویل شوي، چې په کلکه دې د ټولو استخباراتي ادارو د پټو او ښکاره فعالیتونو مخنیوی وشي.

د ملي سلامتیا په باب په یوه برخه کې راغلي، چې له هر بهرني هیوادسره دې یواځې لیکلې معاهدې د اعتبار وړ وبلل شي او هیڅ وزیر یا بل دولتي مقام ته دې د لفضي تړونونو کولو اجازه نه ورکول کیږي او که په تیرو وختونو کې داډول معاهدې شوې وي ټولې دې باتلې وګڼل شي.

د بهرنیو اړیکو په باب په دې مصوده کې غوښتنه شوې، چې له چین او روسيې سره اړیکې دې پياوړې او نورې هم وغځول شي.

همداشان په افغانستان کې دسولې د روانو هڅو به پاب سپارښتنه شوې، چې یواځې دهغو هڅو ملاتړ دې وشي، چې مشري يې پخپله د افغانانو په لاس و واک کې وي.

د ملي امنيت کميټې په خپلو سپارښتنو کې ټينګار کړی، چې د امريکا متحد ایالات دې د مومندو په سرحدي سیمه کې د پاکستان د پوځ پر هغه پوسته د برید په اړه بښنه وغواړي، چې په ترڅ کې يې تر شلو ډير پاکستاني پوځيان ووژل شول.

د پاکستان پارلمان د ملي امنيت کميټې دغه سپارښتنې په داسې حال کې ومنلې او له حکومت څخه يې په سمدستي توګه د عملي کولو غوښتنه وکړه، چې په دې وروستیو کې له امریکا سره ددې هیواد اړیکې د بل هر وخت په نسبت ترینګلې دي.

په ۲۰۱۰ کال کې په لاهور کې د یوه امريکا له لوري د دو پاکستانیانو وژنې او په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن موجودیت د دواړو هیوادونو په پیکه اړیکو کې ستونزې رامنځته کړې.

دغه کشالې لا نه وې اوارې چې شاوخوا پينځه میاشتې وړاندې د ناټو هلیکوپترو د پاکستان پر یوه سرحدي پوسته برید وکړ او ۲۴ پوځيان يې ور ووژل.
XS
SM
MD
LG