د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۲

د سروبي ولسوالۍ امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو


افغان امنیتي ځواکونو ته د کابل د سروبي ولسوالۍ د امنیت له سپارلو سره د دې پروسې دوهم پړاو بشپړ شو او افغان او ناټو ځواکونه د دې لړۍ پر دریم پړاو غور کوي.

سروبي د کابل ولایت په ختیځ کې په نسبي ډول نا امنه ولسوالۍ ده، چې له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې فرانسوي ځواکونه په کې میشت دي او د پنجشنبې په ورځ په یو لړ ځانګړو مراسمو کې یې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

په افغانستان کې د فرانسې سفیر بیژولت په دې اړه په سروبي ولسوالۍ کې په جوړو شوو مراسمو کې څرګنده کړه، چې د دوي ځواکونو له څو میاشتو راهیسې په آزمایښتي ډول د دې ولسوالۍ امنیتي مسوولیتونه او د عملیاتو تر سره کیدل افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلي وو:

"موږ ډاډه یو چې افغان امنیتي ځواکونه له ښو تجربو څخه برخمن شوي او دوي د خپل هېواد د امنیت د ټینګښت توان لري.

یو شمېر فرانسوي ځواکونه د روزونکي په توګه په سروبي ولسوالۍ کې پاتې کیږي او له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

زه یوځل بیا وایم چې مونږ له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو او زمونږ مرستې د هغه اوږدمهاله سند پراساس کیږي چې فرانسوي چارواکو له افغان حکومت سره لاسلیک کړی دی".


په کابل کې د فرانسي سفیرله آزادي راډیوسره په مرکه کې وویل چې دا مهال کابوپنځه سوه فرانسوي سرتیري په سروبي ولسوالۍ کې میشت دي چې افغان ځواکونو ته په بشپړ دول د افغانستان د امنیتي مسوولیتونو له سپارلوسره به دوی خپل هیواد ته ستانه شي.

ښاغلي بیژولت وویل چې له دې وروسته به فرانسوي ځواکونه له افغان ځواکونوسره په پوځي مسلکي زده کړو کې همکاري وکړي اوپه هیڅ یوه پوځي عملیاتوکې به ګډون نکوي.

په دې مراسموکې د کابل والي احمد الله علیزي څرګنده کړه چې د افغان امنیتی ځواکونولخوا د امنیتي مسوولیتونوترلاسه کول د افغان حکومت او افغانانو یوه هیله ده.

ده وویل، چې دا مهال افغان امنیتي ځواکونه له ښو وړتیاوو او توان څخه برخمن دی:

"افغان ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو لیږد چې نن په سروبي ولسوالۍ کې یې مونږ شاهدان یوپه ټول هیواد کې پیل شوی او مونږ پرخپلو امنیتی ځواکونو ویاړو چې نن یې دا توان پیدا کړی.

بله مهمه خبره دا چې په هره سیمه کې افغان ځواکونو امنیتی مسوولیتونه ترلاسه کړي هلته امنیت ښه شوی او د افغانستان خلک د امنیت د ټینګښت په برخه کې له خپلو ځواکونوسره همکاري کوي".


ښاغلي علیزي د فرانسي له حکومت څخه وغوښتل چې له افغان امنیتي ځواکونوسره د اوږدې مودې لپاره خپلو هر راز مرستو ته دوام ورکړي ځکه چې د ده په خبره لاهم افغان ځواکونه مالي او تخنیکي مرستو ته اړتیا لري.

اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا درې زره څلور سوه فرانسوي عسکرمیشت دي چې په سروبي ولسوالۍ او کاپیسا ولایت کې فعالیت لري.

افغان چارواکي وایی چې د امنیتي پروسې د دوهم پړاو له بشپړیدوسره د دې هیواد د نیمایی وګړو امنیت د افغان امنیتی ځواکونولخوا ټینګ شوی او دوی اوس د دې پروسې پر دریم پړاو کار کوي.
XS
SM
MD
LG