د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۳۱

د شلو ولایتونو ترمنځ د کرکټ لوبې پیل شوي


په افغانستان کې د پنجشنبې په ورځ د کابل او ننګرهار په نړېوالو کرکټ ډګرونو کې د دویم درجه شلو ولایتونو ترمنځ د کرکټ لوبې پیل شوي دي.

د کرکټ بورډ چارواکو د دې ټورنمنټ هدف چې اتصالات چلنج کپ نومول شوی او تمویل یې هم د یاد مخابراتي شرکت له لوري کیږي د تکړه او ځوانو څیرو معلومول او بیا یې نورو ملي او نولس کلونو ټیمونو ته جذبول بللي.

یاد ټورنمنټ په څلورو ګروپونو ویشل شوي، چې دوه یې په کابل او دوه یي هم په ننګرهار کې لوبې کوي.

په دې اړه صفي الله ستانکزي رپوټ برابر کړی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG